سناتورانو د مشرانو جرګې په وړاندې د حكومت د بې پروايۍ او په هېواد كې د ناامنيو د زياتېدو په غبرګون كې د دې جرګې دروازه د روانې اونۍ تر چهارشنبې وتړله.

مشرانو جرګې دا پرېكړه وروسته له هغې وكړه، چې د بهرنيو چارو وزير نن د دې جرګې استجوابيه غونډې ته ورنرغى او يو شمېر سناتورانو په دې اړه په غبرګون كې وړانديز وكړ، چې په اعتراضي ډول دې د مشرانو جرګې دروازه وتړل شي.

د مشرانو جرګې رئيس فضل الهادي مسلميار له نننۍ عمومي غونډې وروسته خبريالانو ته وويل، مسوولين بايد په هېواد كې د ناامنيو د زياتېدو په اړه دوى ته ځواب وركړي.

دا په داسې حال كې ده، چې په دې وروستيو كې په هېواد كې د دولت د وسله والو مخالفينو بريدونو زور اخيستى.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *