په مېدان وردګو کې پراخ پوځي عمليات پېل شول
راپورونه وايي، چې د مېدان وردګو ولایت د جلریز ولسوالۍ اړوند د کابل ـ بامیانو پر لویه لاره تېره پنجشنبه سهار مهال پوځي عمليات پېل شوي، چې تر دې مهاله ګڼ شمېر وسله وال وژل شوي او ټپيان دي.
د مېدان وردګو ولایتي مقامات وايي، چې په نښته کې دوه سيمه ییز پولیس هم وژل شوي دي.
د مېدان وردګو ولایت د مطبوعاتي دفتر له لوري په لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې پر دغه سيمه د افغان ځواکونو له لوري پوځي عمليات هغه مهال پېل شول، چې دغه وسله والو مخالفینو په ډله ییز ډول د برید په ترڅ کې غوښتل د سرتېرو په ځپلو سره د کابل ـ بامیانو پر لویه لاره تخریبي اعمال ترسره کړي.
له بل لوري د جلریز ولسوال نقیب الله حیدري وویل، په دغو نښتو او عملیاتو کې ۳۰ وسله وال طالبان ۱۸ پولیس او ۹ ملکیان وژل شوي ۱۸وسله وال طالبان ۷ پولیس او ۲ ملکیان ټپیان شوي هم دي.
حیدري زياتوي، چې جلریز ولسوالۍ ته ۳۰۰ اضافي سرتیري رسیدلي او ډیر ژر به د طالبانو په ولکې کې ۹ امنیتي پوستې او رینجر ګاډي بیرته افغان ځواکونه لاس ته پریوزي.
راپورونه کاږي، چې د دغې نښتې له رامنځته کېدو وروسته له مرکز میدانښار څخه د نښتې ځای ته ځانګړي امنیتي ځواکونه رسیدلي او دمګړۍ هم د وسله والو مخالفینو د ځپلو په موخه په عملیاتو بوخت دي.