ناپېژانده وسله والو هرات ښار كې پر دوو ښځينه زده كوونكو تېزاب شيندلي

ځايي امنيتي چارواكي وايي، ناپېژانده موټرسايكل سپرو وسله والو په هرات ښار كې پر دوو ښځينه زده كوونكو تېزاب شيندلي دي.

د چارواكو په وينا، دغه پېښه نن سهار د مهري هروي لېسې مخې ته شوې.

د هرات امنيه قومندان عبدالمجيد روزي وايي، دغه زده كوونكې د چشم روغتون ته د درملنې لپاره وړل شوې دي.

نوموړي زياته كړه، چې په دې اړه د پوليسو څېړنې روانې دي.

په ورته وخت كې د يادې لېسې يوه زده كوونكي، چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي كليد ته وويل، په هغو زده كوونكو چې تېزاب پرې شيندل شوي درې تنه دي.

نوموړي زياته كړه، يادې نجونې د مهري هروي لېسې د اووم او دولسم ټولګي زده كوونكې دي.

تراوسه د دې پېښې پړه چا پرغاړه نه ده اخيستې.

دا په داسې حال كې ده، چې تر دې وړاندې دوه ځلې د هرات ښار د دوو ښوونځيو زده كونكي مصموم شوي وو، چې له كبله يې هرات ښاريان اندېښمن دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *