داعش او نور ترهګر د افغانستان او سيمې هیوادونو له پاره خطر دی

   جان مکن: ترهګر نه يواځې دا چې د افغانستان له پاره خطر دی بلکې د سيمې هېوادونه هم د ګواښ سره مخ کولی شي.

د امريکا متحده ایالاتو د کانګرس غړي جان مکن ویلي، چې ترهګر نه يواځې دا چې د افغانستان له پاره خطر دی بلکې د سيمې هېوادونه هم د ګواښ سره مخ کولی شي.

امريکايي سناتور جان مکن نن شنبه( ۲۰۱۵ زېږدیز جولای ۴ ) د افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره په ارګ کې خبرې اترې کړي او زیاته کړې يې ده، چې د امريکا او د متحده ایالاتو کانګرس له خپل افغان ستراتيژيک ملګري سره د دوامدارو مرستو ډاډ ورکوي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د امريکا متحده ایالتو له مرستو څخه د قدردانۍ ترڅنګ ويلي، چې د تروریزم سره باید جدي مبارزه وشي.

اخوا بیا اجرایوي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله سناتور جان مکن ته د ليدلو پر مهال ويلي، چې ترهګر او داعش ډله د افغانستان او سيمې له پاره یو ګډ ګواښ دی او باید د امريکا متحده ایالات د دغې ناوړې پديدې سره له افغانستان سره مرسته وکړي.

جان مکن وویل، چې د تروریزم سره په جګړه به د افغانستان سره اوږه په اوږه مبارزه وکړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *