د دشت ارچی په نښتو کې ۱۶ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د كندوز ولايت د دشت ارچي ولسوالۍ د بېرته نیولو په موخه له تېرو دوه ورځو راهیسې عملیات روان دي، چې په ترڅ كې يې تراوسه ۱۶ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې.

دشت ارچي ولسوالي له تېرو ۱۴ ورځو راهیسې د وسله والو طالبانو په ولکه کې ده.

د كندوز ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند سیدسرور حسیني وایي، له تېرو ۲ ورځو راهیسې يې د دشت ارچي ولسوالۍ د بېرته نیولو په موخه پوځي عملیات پیل کړي، چې اوس هم جریان لري.

حسيني زیاته کړه، چې په یادو عملیاتو كې ۱۰ وسله وال وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي.

د سرچینې په وینا، په یادو عملیاتو کې ۳ سيمه ييز پولیس هم ټپیان شوي دي.

د نوموړي په وينا، افغان امنیتي ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي او تراوسه ولسوالۍ ته نږدې ۶ کلي د وسله والو له شتون څخه پاک شوي دي.

له چهاردرې وروسته دشت ارچي دويمه ولسوالۍ وه، چې د وسله والو طالبانو لخوا يې سقوط وکړ او د تېرو ۱۴ ورځو راهیسې اوس هم د وسله والو طالبانو په لاس کې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *