د تونس ولسمشر په هېواد کې بیړنۍ حالت اعلان کړ
د تونس ولسمشر په هېواد کې بیړنۍ حالت اعلان کړ
بیړني حالت اعلانونول پوليسو او امنتي ځواکونو ته نور واک ورکوي
د تونس ولسمشر محمد الباجي قايد السبسي د دې هېواد پر يوه ساحل له بريد يوه اوونۍ وروسته بېړنی حالت اعلان کړی دی.
د سوسه سيمې پر يوه ساحل د جمعې پر ورځ (جون ۲۶) بريد کې د يوه وسله وال کس له خوا ۳۸ کسان ووژل شول چې زياتره يې بهرني سيلانيان وو.
راپورونه ښيي په دغه بريد ۳۰ تنه وژل شوي کسان برتانويان وو.
د دغې بريد پړه “اسلامي دولت ډلې” پر غاړه اخيستې ده.
د بېړني حالت اعلانونول د تونس پوليسو او امنتي ځواکونو ته نور واک ورکوي او د پارلمان په اختيار کې کموالی راولي.
تېر ځل په ۲۰۱۲ کال د ولسي پاڅون پر مهال تونس کې بېړنۍ حالت اعلان شوی و.
راپورونه ښيي بريد کوونکی يو زده کوونکی و چې له داعش ډلې سره يې اړيکې لرل او خپله بريد کوونکی هم په دې پېښه کې و وژل شو.
دری مياشتې وړاندې د تونس په پلازمېنه کې پر باردو موزيم بريد کې شاوخوا ۲۳ کسان ووژل شول چې دوی کې هم ډېری يې بهرني سيلانيان وو.