د سورئي پو ځيانو د « الزبداني» ښار نيولی دي

د سوريي اردو، د «حز ب الله» دغورځنګ د سرتیرو سره په ګډه دهيواد په سهيل – لويديځ کې د «الزبداني» ښار د يوې حملې په ترځ کې نيولی دي. داخبر يو پوځي سرچینې «سپوتنيک» ته ورکړی دي.

سر چينه وايي دغه ښار چې ددمشق شمال ختيځ په ۲۵ کيلومتري کې پروت دي د شنبي په سهاربريد پیل شو. په دغه پوځي عملياتو کې هوايي الوتکو او توپچي هم برخه اخستی وه. چې په پراخه کچه يي بمبارۍ وکړي. د څو ساعتونو وروسته ښار د اردو لاسته ورغي.

اژانس خبر ورکوي چې وسله والو مخالفينو لا وار د مخه په خپلو انټرنيټي ټولنيزو شبکو کې پر ښار د بريد له کبله د ځپلو پلويانو د څو تنو د وژلو، او ددې ترڅنګ د «زهرا کلا» پر لور چې د ښار په لويديځ کې پرته ده ، د حکومتي عسکرو د ورتګ خبر ور کړی وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *