پنجاب کې د پوځي اورګاډي چپه کیدو له امله ۱۷ کسان وژل شوي

د پاکستان پنجاب ایالت کې له پاکستاني پوځيانو نه ډک یو اورګاډی په سیند کې لوېدلی، چې د یوې لواء د قومندان، کورنۍ یې او څو افسرانو په ګډون ۱۷ تنه پکې وژل شوي دي. د پوځ ویاند ويلي پېښه کې د ترهګرۍ امکان نه شي ردېدلی.

د پاکستان د پوځ د معلوماتو برخه وايي، د اورګاډي څلور خونې په اوبو کې ډوب شوې دي.

د پاکستاني پوځ ویاند جنرال عاصم بجوه ویلي، ددغه خصوصي ‎اورګاډي ځینې سپرلۍ ورکه ده، چې د لټون عملیات یې دوام لري، خو تر اوسه یې د هغوی مړي نه دي موندلي.

وړاندې د وژل شویو پوځيانو او د هغوی د کورنیو د غړو د جنازې لمونځ په ګوجرانواله کې وشو، چې د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحیل شریف هم ګډون پکې کړی و.

پېښه د تېرې پنجشنبې په ورځ د پنجاب چنهانوان سیند پر سر شوې ده.

پوځ وايي، د سیند پر سر د اورګاډي پټلۍ هغه مهال ماته شوه، چې د پله پر سر د اورګاډي پټلۍ ته اورګاډی ورسېد.

د اورګاډي د ادارې مشرانو ویلي، د اورګاډي څلور خونې او د اورګاډي ماشین اوبو ته ولوېدل.

که څه هم له پېښې وروسته مرستندویه ډلې رسېدلې او چورلکو یې هم مرستې ته وردانګلي، خو پوځ وايي، ګڼ سپاره لاهم ورک دي.

د ۱۱۲۲ ژغورندیوه ډلې مشر محمد ایاز بي بي سي ته ویلي، په پېښه کې آمر افسر، د هغه مېرمن او لور هم وژل شوي.

د پاکستان تلوېزیون ویلي، په وژل شویو کې یو جګړن او یو کپتان هم شامل دي.

د وژل شویو د لټون چارې دوام لري

د پاکستان د اورګاډي د ادارې مشر جنرال رؤف خان بي بي سي ته ویلي، د اورګاډي ماشین او یوه خونه لاهم په اوبو کې ډوب دي، خو د رایستلو هڅې یې روانې دي.

سرچینه وايي، په اورګاډي کې پوځيان او د هغوی کورنۍ سپاره وو.

رؤف خان وايي، په پېښه کې د ترهګرۍ امکان نه شي ردېدلی.

په پېښه کې د اورګاډي څلور خونې او ماشین ډوب شوي دي

د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف پر دغې پېښې خواشيني ښودلې او د ټپیانو او اغېزمنو لپاره یې د بېړنۍ مرستې امر کړی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *