د ميدان وردګو په جلريز كې ۳۰ وسله وال او ۱۸ پولیس وژل شوي

خو ځینې چارواکیو په دې جګړه کې د ۳۰ پولیسو له وژل کیدو خبر ورکړی

د ميدان وردګو په جلريز كې د دېرشو وسله والو وژل كېدل د ميدان وردګ ولايت ځايې چارواكي د کابل ـ باميانو پر لويه لاره د ميدان وردګو ولايت جلريز ولسوالۍ اړوند سيمه کې له تېرې ورځې راهيسې د پيل شويو عملياتو او نښتو په ترڅ کې د وسله والو مخالفينو د درېو لوړ پوړو قوماندانو په ګډون د ۳۰ وسله والو د وژل كېدو او اتلس نور د ټپيانېدو خبر وركوي.

ددې ولايت دوالي وياند عطاالله خوګياڼي وويل، دغه نښتې او عمليات وروسته له هغې پيل شول چې وسله والو مخالفينو د يادې لويې لارې اړوند د جلريز ولسوالۍ په سيمه کې د لويې لارې د ناامنه كولو په موخه په امنيتي پوستو بريدونه وکړل .

خوګياڼى زياتوي، له دې بريدونو وروسته افغان ځواكونو په جلريز ولسوالۍ کې عمليات پيل کړل چې اوس هم دوام لري.

خوګياڼى همدر راز په دې نښتو او عملياتو كې د اتلسو سيمه يېزو پوليسو له وژل كېدو او دوه نورو د ټپې كېدو خبر وركوي. دده په خبره په دې نښتو كې دوه ملكي وګړي هم ټپيان شوي دي.

دى په ورته وخت كې دجلريز په ولسوالۍ كې د يوې الوتكې له بېړنې ناستې خبر وركوي چې د ستونزو له حل كېدو وروسته بېرته خپل ټاكل شوي ځاى ته ستنه شوې ده.

وسله والو طالبانو هم يادې نښتې او عمليات تاييد كړي او افغان ځواكونو ته يې د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا كړې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *