بوکو حرام نایجریا کې ۱۵۰ کسان وژلي
له نایجریا نه رپوټونه وايي، د ”بوکو حرام” اورپکې ډلې د هېواد په شمال ختیځ بورنو ولایت کې نژدې ۱۵۰ کسان وژلي دي.
عیني شاهدان وايي، وسله والو چاد بحیرې ته څېرمه د یاد ولایت پر کوکاوا کلي د چارشنبې پر ماسخوتن برید کړی، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون یې ۹۷ کسان وژلي دي.
د سیمې اوسېدونکو بي بي سي ته ویلي، په تېره سې شنبې، وسله والو هغه ۴۸ سړي ووژل، چې په دوو کلیو کې له لمانځه د ستنېدو په حال کې وو.
”بوکو حرام” په وروستیو ورځو کې مونګونو سیمه بېرته نیولې ده.
په نایجریا کې د بي بي سي خبریال ویل روس وايي، دا په تېرو څو اونیو کې د بوکو حرام اورپکې ډلې تر ټولو خونړی برید ګڼل کېږي.
د بښنې د نړیوال سازمان په وینا، له ۲۰۰۹ کال راهیسې د بوکو حرام ډلې په بریدونو کې تر اوسه لږترلږه ۱۷۰۰۰ کسان وژل شوي، چې ډېری یې ولسي وګړي دي.
دغه ډله ظاهراً د اسلامي نظام جوړول غواړي.
دې ډلې وروسته تر هغه خپل بریدونه ډېر کړل، چې د سیمې پوځي عملیاتو کې ځواکونه د هغو سیمو په بېرته نیولو ونه توانېدل، چې د دې ډلې په لاس کې وې.
‘بوکو حرام’ ته ځغلنده کتنه
په ۲۰۰۲ کې یې بنسټ اېښودل شوی، چې ظاهراً له لوېدیځ تعلیم سره مخالفه ده. بوکو حرام د “لوېدیځ تعلیم ممنوعیت” په معنا دی
په ۲۰۰۹ کال یې عملیات او بریدونه پیل کړل
له “اسلامي دولت” (داعش) سره یوځای شوې ډله ده
دغې ډلې د نایجریا په شمال ختیځو سیمو کې د ښوونځي د لږترلږه ۲۰۰ نجونو په ګډون زرګونه کسان وژلي او وژلي دي
د نایجریا پر ډېری شمال ختیځو واکمنه ډله ده، چې د خلافت ادعا کوي
د سیمې ځواکونو ډېری سیمې ترې نیولې دي
د نایجریا ولسمشر محمدو بُخاري وايي، د بوکو حرام اورپکې ډلې ځپل یې لومړیتوب دی.
دغې ډلې لاهم له ځانه سره له هغو نجونو ډېری ساتلې دي، چې د تېر کال په اپریل کې یې د چیبوک سیمې له یوې مدرستې ۲۱۹ زده کوونکې تښتولې وې.