په بغلان کې یو نجلۍ او هلک د خلکو په حضور کې ووژل شول

د مرکزي بغلان چارواکي وايي، چې د بغلان ولایت په دغې ولسوالۍ کې یو هلک او نجلۍ د خلکو په حضور کې په ډزو وژل شوي دي.

د مرکزي بغلان ولسوال ګوهرخان بابري وویل، چې هلک او نجلۍ دواړه د بایسقال کلي اوسېدونکي وو.

نوموړی وايي، دغه هلک او نجلۍ نن سهار د (جولای په ۲مه) د نجلۍ د کورنۍ له خوا له کوره د تېښتې په تور په ډزو وویشتل شول.

د بابري پر وینا، دواړو هوډ لرلو، چې له یو بل سره واده وکړي.

د مرکزي بغلان ولسوال زیاتوي، چې د هلک او نجلۍ کورنۍ په خپلو کې سره خپلوي هم لري، خو کورنۍ یې په واده کولو خوښه نه وه.

د یاد ولسوال په خبره، تر دې مهال د دې پېښې په تړاو ۵ تنه نیول شوي دي.

ډېر وخت داسې پېښې د قومي جرګو له لارې هواریږي او د شته دلایلو او حساسیتونو له امله د محاکمو له عدل څخه پټې پاتې کیږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *