یوه بل ته د ایران او امریکا د ولسمشرانو خبرداری

که چيري د اټومي پلان په هکله خبرې اټومي وسلي ته د ايران دلاس رسي مخنيوی ونکړې امريکا به له دې خبرو لاس واخلي. د بارک اوباما له دي څرگندونو سره د ده ايراني سيال خبرداری ورکړی که چيرې پنځه جمع يو ډله له شوني هوکړې سرغړونه وکړي دوی به هر څه له سره پيل کړي

د اټومي پلان په هکله دایران او پنځه جمع یوډلې ترمنځ د وروستۍ هوکړې نیټه تیره ورځ پای ته ورسیده اوپلاوي د خبرو نیټه یوه بله اونۍ هم وغځوله. د اټومي خبرو په دې مهم پړاو کې د ایران او پنڅه جمع یو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران چې امریکا هم پکې راځي په وینا کې میشت دي. د امریکا ولسمشر له ایران سره د اټومي پلان په هکله خبرو کې وویل: که چرې شونې هوکړې اتومي وسلې ته د ایران د لاس رسي مخنیوی ونکړي دوی به له دې خبرو ووځي. ده ویلي: د خبرو پایلو ته هیله مند دی خو دا خبرې باید د بټیو څارنې او په دې هکله د ډاډ وړ شي جې تهران د اټومي وسلو تر لاسه کول نغواړي.

” که چیرې هوکړه ونشي، ستونزه به رامنځ ته شي اوما ویلي که چیرې بده هوکړه وشي له خبرو به ووځو مونږ په ډاګه د ایران دولت ته ویلي که چیرې اټومي وسلو ته ددې هیواد لارې ونه تړل شي له بټیو څارنه رامنځ ته نشي بیا هڅ ډول هوکړې ته اړتیا نه لیدل کیږي.”

له دې سره د ایران ولسمشر حسن روحاني خبرداری ورکړی که چیرې پنځه جمع یو ډله له شونې هوکړې سرغړونه وکړي دوی به هر څه له سره پیل کړي او په دې لاره به د پخوا په پرته چټک ګامونه پورته کړي. همدارنګه د امریکا بهرنیو چارو وزارت د جان کری او محمد جواد ظریف د تیرې ورځې خبرې ګټورې ښودلې دي. د رارسیدلو ریپوټونو له مخې ایران په دوه زره دیارلسم کال کې د بډای شویو اورانیمو کچې ټیټولو په برخه کې ریښتنې ګامونه پورته کړي دي.

او د نوامبر میاشتې پریکړه یي په بشپړه توګه پلې کړې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *