د ملي دفاع وزارت، د افغانستان بانک او ستري محکمي دوه تنه نوماندان، نن ولسي جرگي ته ور وپيژندل شول. د ولسمشر دوهم مرستيال له استازو وغوښتل ترڅو دي نوماندانو ته رايي ورکړي. له دي سره دوي ويلي، د ټاکنو سمون کميسيون به دير ژر په کار پيل وکړي او د پارلماني ټاکنو نيټه به اعلان شي

د ملي دفاع وزارت لپاره معصوم ستانکزی، د افغانستان بانک لپاره خلیل صدیق، انیسه رسولي او یوسف حلیم د سترې محکمې د نوماند غړیو په توګه ولسي جرګې ته ور پیژندل شوي دی. د ولسمشر دوهم مرستیال د خلکو له استازو وغوښتل ترڅو تر نږدې راتلونکې دې نوماندانو ته د باور رایي ورکړي دوی ویلي د ملي دفاع وزیر په ټاکل کیدو سره به کابینه بشپړه شي او حکومت به په ښه توګه وکولای شي خپلو چارو ته رسیدنه وکړي.

ښاغلی ستانکزی لس ورځې مخکې هم د باور رایو د تر لاسه کولو په موخه ولسي جرګې ته ور پیژندل شوی وو خو پر ملي شورا ځانمرګي او ډله ایز برید دا بهیر له خڼد سره مخ کړ. د ولسمشر دوهم مرستیال نن د ټاکنو سمون کمیسیون ته نغوته وکړه وویل: دا کمسیون به ډیر ژر په خپل کار پیل وکړي او هیله مندي یي څرګنده چې ددې کمیسیون په فعالیت سره رنو او ټولو ته د منلو ور پارلماني ټاکنو تر سره کیدو ته لاره هواره شيږ

دې ته په کتو سره چې د ملي یوالي حکومت څخه نهه میاشتې تیریږي خو تر اوسه هم کابینه بشړه شوې نه ده او د هیواد له څلور دیرشو ولایتونو څخه د شپږ ویشتو والیان ټاکل شوي دي.

په هیوا کې د ناامنی کچه لوړه شوې، افغان ا مینتي ځواکونه په څو جبهو کې له وسله والو سره په نښته بوخت دي خو د ملی یوالي حکومت چارواکي وایي مخالفین به د هیواد هیڅ یوه برخه تر لاسه نکړياو اوسنۍ ستونزې به ډير ژر هوارې شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *