په يمن کي له يوي بندخوني 1200 بنديان په تيښته بريالي شوي دي
په سلګونه بندیان چې یو شمیر یي د القاعدې غړي وو په تیښته بریالي شول. په يمن کي له يوي بندخوني ۱۲۰۰ بنديان په تيښته بريالي شوي دي. ډیری دا کسان د القاعدي غړي دي. له کله چي پر يمن د سعودي عربستان بريدونه او جگړه پيل شوې دا دريم ځل دی چي ددې هيواد له بندخونو بنديان په ډله ايزه توگه په تيښته بريالي کيږي
په یمن کې رسمي خبري آژانسونو ویلي: نږدې یو زر دوه سوه بندیان د تعز له مرکزي بندخونې څخه په تیښته بریالي شوي. بندیانو ته هغه مهال د تیښتې لاره هواره شوه کله چې په دې سیمه کې د حوثیانو او ددوی د مخالفینو ترمنځ سخته جګړه روانه وه. ډیری تښتیدلي بندیان د القاعدې غړي او خطرناکه مجرمان دي.
د مالوماتو له مخې کله چې په تعز ښار کې د حوثیانو او دددوی د مخالفینو ترمنځ سخته جګړه پیل شوه د بندخونې ساتونکو له خپلې دندې لاس واخیست او بندیان له بندخونو ووتل. درې میاشتو راهیسې له کله چې په دې هیواد کې وسله والې نښتې او د عربستان په مشری د ایتلاف هوایي بریدونه پیل شوې دا دریم ځل دی چې بندیانو ته په ډله ایزه توګه د تیښتې لاره هواریږي.
درې میاشتې مخکې د المکلا ښار له بندخونې