ترکیی د سوریی پولو ته څیرمه درنې وسلې ځای پر ځای کړې دي

د ترکیی د وسله وال پوځ د خپلو زرهداره ځواکونو ۵ مه پوځی فطعه چی په کی ۳۲ ټانکونه او د پوځیانو ډک زرهپوښونه او موټر شامل دی، د سوریی کیلیس ښار ته نژدی جنوبی پولی ته لیږلی ده.

پوځی تخنیک به د سوریی پولو سره نژدی د (البیلی » په سیمه کی ځای پر ځای شی.

له دی مخکی د ترکیی رسنیو د پوځی چارواکو په حواله خبر ورکړی وو، چی د ترکیی حکومت په پام کی لری، د سوریی سره نژدی سیمو کی د کردی جنګیالیو پر وړاندی پوځی عملیات تر سره کړی.

د خبرونو له مخی ویل کیږی؛ چی وروستیو پیښو له کبله په پوله کی د امنیت د ټینګښت په موخه او د نورو ګامونو د پورته کیدو لپاره د ترکیی د امنیت شورا یوه غونډه چی څلور ساعته یی دوام وکړ، جوړه کړی وه.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *