په غزه کې له سلفي ډلو سره د حماس نښته
د فلسطین په ټولنیزو شبکو کې د خپرو شویو خبرونو له مخې، د غزې په د ننه کې د حماس او سلفي ډلو ترمنځ په دې وروستیو کې نښتې رامنځ ته شوې چې له امله یي په دې سیمه کې د سلفیاتو یو وتلي او پیژندل شوي مشر د وژل کیدو لامل شوې دي. ددې په لړ کې سلفي ډلو خبرداری ورکړی چې له دې وروسته به حماس ښه ورځ ونه ویني او باید ددې برید د بدل اخستو په تمه پاتې شي. حماس له دې سره چې له دې ډول ډلو سره اختلافات لري خو بیا هم هڅه کوي ترڅو له دوی سره له نرمښته کار واخي او دا ډلې کابو کړي.