د ملګرو ملتونو علمي، ښونیز او کلتوري سازمان یا یونسکو(unesco)، د یمن پر پلازمینه صنعا د عربستان په مشری د ایتلاف هوایي بریدونه غندلي دي. د یونسکو لوی مدیر( ایرینا بوکوا) ویلي: پر یمن د سعودي عربستان په مشری د ایتلاف په بریدونو کې د یمن لرغوني آثار له منځه تللي او پر صنعا د عربستان بریونه په سوریه او عراق کې د داعش وسله والې ډلې بریدونو ته ورته والی لري. دوی په یمن کې د ملکي کسانو د وژل کیدو په هکله ویلي: زه د عربستان له لوري د ملکي کسانو د وژل کیدو او د اسلامي ښار جوړونې تاریخي جواهراتو د نړولو په تړواو خواشینی او اندیښمند یم.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *