د تونس په برید کې ډیری وژل شوي کسان بریتانویان دي.
د بریتانیا لومړي وزیر ډیوېډ کامرون ویلي چې د اسلامي دولت نومې ډلې سره جګړه زموږ د نسل لوی سرخوږی دی.
نوموړي دا څرګندونې وروسته له هغې کړي چې د اټکل له مخې ښايي د تونس په برید کې د وژل شویو بریتانویانو شمېر تر ۳۰ واوړي.
د تونس په شمال ختیځ سوسه ښار کې د جمعې په ورځ (جون ۲۶) د یوه وسله وال کس لخوا برید کې ۳۸ کسان وژل شوي وو، چې ډیری یې بهرني سیلانیان وو.
د بریتانیا د کورنیو چارو وزیرې تېريسا می د سوسه پر ساحل د بریتانوي قربانیانو په یاد د ګلانو ګېډۍ کېښودې.
تر اوسه د ۱۵ بریتانویانو پېژندنه شوې خو د بي بي سي د معلوماتو پر بنسټ په دغه پېښه کې د وژل شویو بریتانویانو شمېر ښايي تر ۳۰ پورته شي.
د بریتانیا لومړي وزیر ډیوېډ کامرون په خپلو خبرو کې وویل چې د داعش ماتول ناشونی کار نه دی خو دا به خورا ډېر وخت ونیسي.
نوموړي له بي بي سي په خبرو کې وویل چې دغه ډول ناوړه پېښو ټوله نړۍ بوږنولې ده.
ښاغلي کامرون زیاته کړه چې داعش د لویدیځ ثبات ته لوی خطر دی او په عراق او سوریې کې د دوی فعالې ډلې دننه په بریتانیا کې د بریدونو پلانونه جوړوي.
ډیوېډ کامرون نن د دوشنبې په ورځ د کوبرا دویمې بېړنۍ غونډې مشري کوي.
په دغه غونډه کې به پر دې سلا وشي چې بریتانیا د داعش له لوري خطرونو ته څه ډول ځواب ووايي.
تونس کې د برید غندنه
سلګونه خلکو د تونس د ساحل پر غاړه د قربانیانو په یاد کې شمعې روښانه کړې.
د تونس په شمال ختیځ سوسه ښار کې سلګونو کسانولاریون کړی، دوی دغه لاریون په همدې ښار کې د جمعې ورځې د برید په غبرګون کې کوي.
د رپوټونو له مخې ځینې لاریون کوونکي د بریتانیا بیرغ له ځانه سره لري او دا د بریتانیايي قربانیانو لپاره یو ډول خواخوږي څرګندول بولي.
رپوټونو کې ویل شوي، چې برید کوونکی یو زده کوونکی و چې د اسلامي دولت په نامه ډلې سره یې اړیکې لرل او خپله برید کوونکی هم په دغه پېښه کې ووژل شو.
دا بریدونه داسې حال کې ترسره کېږي، چې د اسلامي دولت په نامه اورپکې ډلې پر خپلو پلویانو غږ کړی، چې د روژې په میاشت کې خپل بریدونه زیات کړي.
تېره میاشت کې دا دویمه خونړۍ پېښه ده چې د تونس پر تفریحي مرکزونو کېږي.
تېره میاشت کې دا دویمه خونړۍ پېښه ده چې د تونس پر تفریحي مرکزونو کېږي.
په مارچ میاشت کې د تونس پلازمېنه تونس کې پر یوه موزیم د برید له کبله ۲۲ کسان ووژل شول چې ډېری وژل شوي کسان بهرني سیلانیان وو.
له دغو برید ونو روسته په دغه هېواد کې امنیتي اقدامات چټک شوي او ډېری سیلانیان له تونس هېواده د وتلو په حال کې دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *