د امریکا په مشری د « په عراق او سوریه کې د داعش» پر ضد د ایتلاف مبارزه بی اغیزه ده. دغه څرګندونی په مسکو کی د سوریی سفیر ریاض خداد کړی دی.

په روسیی کی د سوریی سفیر ریاض خداد وویل: « مونږ وینو چی د تروریزم له منځه وړلو کی د ایتلاف مبارزه بی اغیزه ده. که د تیر یو کال سره چی د یاد ایتلاف بنسټ کیښودل شو، حالات پر تله کړو نو وینو چی یو کال مخکی په عراق او سوریی کی د « اسلامی دولت » تر کنترول لاندی لږی سیمی وی او اوسمهال چی دغه ایتلاف فعال دی او کار کوی، نو یادی ډلی نوی سیمی هم تر خپل کنترول لاندی راوستی دی، چی هم دا دی دی خبری چی امریکا د « اسلامی دولت » سره جګړه نه بلکی مرستی کوی، تر ټولو لوی ثبوت دی».

د سفیر په وینا؛ « په دی تړاو چی امریکا مخامخ « اسلامی دولت » ډلی سره مرسته کوی ښکاره اسناد او شواهد موجود دی».

نوموړی زیاته کړه؛« امریکا د « اسلامی دولت » ډله جوړه کړی او په هر اړخیزه توګه ورڅخه ملاتړ او ورسره مرستی کوی. ایتلاف او د « اسلامی دولت » د ډلی سره جګړه دا دروغ دی. دا د امریکا په لاس کی یوه وسیله ده».

د سوریی سفیر څرګنده کړه؛ « د دمشق او د ایتلاف تر منځ هیڅ ډول همکاری شتون نه لری» او زیاته یی کړه؛ « په داسی حال کی چی د تروریزم پر ضد د روسیی او ایران سره اغیزمنی همکاری موجودی دی، دغه نه شکیدونکی همکاری به تر هغی چی په سوریی کی تروریزم له منځه تللی نه وی دوام به ولری».

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *