پر يمن د سعودي عربستان له دري مياشتيني هوايي بريدونو وروسته ددي هيواد خلک د لوږي له گواښ سره مخ دي

يمنيان وايي: د ايتلاف له لوري ددي هيواد کلابندي ټولي چاري له کړکيچ سره مخ کړې او انساني ناورين هيواد تر سيوري لاندي راوستلي دي

د ملګرو ملتونو اړوند مرسته کونکي بنسټونه وایي: پر یمن د سعودي عربستان په مشرۍ د ایتلاف هوایي بریدونو له امله اوس مهال ددې هیواد نږدې ۲۵ میلیونه وګړي اړینو مرستو ته اړتیا لري. د رارسیدلو ریپوټونو له مخې، د ایتلاف له لوري د یمن کلابندی له کبله د انساني ناورین سیوري ددې هیواد ټولې سیمې تر پوښښ لاندې راوستلې دي او یمنیان د لوږې او بې کوری له ګواښ سره مخ شوي دي.

په یمن کې د درې میاشتینۍ   جګړې او هوایي بریدونو په لړ کې تر اوسه ۳۰۰۰ زره کسان وژل شوي او د شپاړسو زرو په شاوخوا کې نور ټپیان دي. په صنعا کې د یوه روغتون مسولینو ویلي: روغتونونه په ډيرو لږو   امکاناتو سره فعالیت کوي او که چیرې کلابندې تر نږدې راتلونکې پای ته ونه رسیږي روغتونونه به هم له فعالیته پاتې شي. دوی ویلي: ” مونږ اوس څلویښت سلنه ظرفیت لرو که چیرې کلابندي او پر یمن د عربستان تیری دوام ولري روغتیایی امکانات به شل او لس سلنې ته راټيټ شي او له دی وروسته به روغتونونه وتړل شي .”

” که چیرې حالات په همدي ډول دوام وکړي مونږ به له انساني ناورین سره مخ شو مونږ د روغتیایی چوپړتیا د وړاندې کولولپاره درملو او نورو ا مکاناتو ته اړتیا لرو ډېرو لوړو امکاناتو ته نه بلکې منځنۍ کچې امکاناتو ته.”

د الثوره روغتون یوه بل مسول وویل: د یمنیانو لپاره کلابندي د عربستان د هوایي بریدونو په پرتله ډيره ګواښ رامنځ ته کونکې ده کلابندی ټولې روغتیایي چارې له ستونزو سره مخ کړي دي او روغتونونه د فعالیت خنډیدو له ګواښ سره مخ دي:

داکتر علي المفتي/ مسئول بخش عاجل شفاخانه الثوره

” ریښتینولي خو داده چې د یمنیانو لپاره کلابندي د عربستان د هوایي بریدونو په پرتله ډيره ګواښ رامنځ ته کونکې ده کلابندی ټولې روغتیایي چارې له ستونزو سره مخ کړي دي ډيری وسایل له کاره لویدلې دي درمل د ورخې په تیریدو سره پای ته رسیږي او ناروغان له ډيرو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.”

پر یمن د سعودي عربستان په مشرۍ د ایتلاف هوایي بریدونه له دریو میاشتو راهیسې واک ته د منصور هادي د بیرته راګرځولو په موخه روان دي. هوایي بریدونه، د منصور هادي او حوثیانو ترمنځ جګړه تر اوسه روانه ده. دوه اونی وړاندې د خبرو په موخه د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب د جنیو ناسته تر سره او بې پایلې پای ته ورسیده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *