د یونان پارلمان ټولپوښتنه تصویب کړه
د یونان پارلمان ټولپوښتنه تصویب کړه
د يونان پارلمان له اروپايي ټولني او د پيسو نريوال صندوق څخه د پور تر لاسه کولو په هکله ټول پوښتنه تصويب کړه
اروپايي مشرانو دا ټول پوښتنه غندلي او يونان ته يي د پورونو په تراو د وخت ورکول رد کړي دي
د یونان لومړي وزیر له رایو ورکونکو غوښتي ترڅو له اروپایي ټولنې او پیسو نړیوال صندوق څخه د پورونو تر لاسه کولو ته نه ووایي ده د پور ورکونکو هیوادونو او بنسټونو وړاندیز د یونانیانو لپاره سپکاوی ښودلی او ددوی وړاندیزونه یي رد کړي دی، ده په تول پوښتنه کې د پور وروکونکو د شرایطو ردیدل له اروپایي ټولنې او د پیسو له نړیوال صندوق سره د خبرو د پیاوړتیا ځواکمنتیا ښودلې ویلي ي دي. د ټول پوښتنې وړاندېز څه موده وړاندې ددې هیواد په کابینه کې وشو او پارلمان هم په غوځ اکثریت سره تصویب کړی دی.
خو د یورو حوزې غړیو هیوادونو په دې ټول پوښتنه نیوکه کړې ویلي یي دي دې هیواد ته د پور ورکول به د روانې میاشتې له وروستیو وروسته ونه غځول شي اروپایي مشرانو د یونان پر دولت تور پورې کړی چې خبرې یي په یوه اړخیزه توګه ځنډولې دي. یونان باید د روانې میاشتې تر و روستیو د پیسو نړیوال صندوق ته یو میلیارده شپږ سوه میلیونه یورو ورکړي که نه نو دا هیواد به له اقتصادی ماتی سره مخ شي. د یونان او یو شمیر اروپایي هیوادونو ترمنځ ناندریو دا اندیښنه رامنځ ته کړې چې آتن د یورو له حوزې بهر او اقتصاد یی له ماتې سره مخ شي. په دې هیواد کې ټول پوښتنه به دجولای په میاشت کې تر سره شي.