په کندهار کې د ۶۵ وسله وال وژل شوي

په وژل شويو وسله والو طالبانو کې پنځه تنه طالبانو سيمه یيزو قومندانان (ملا عبدالباري، ملا نيک محمد، حاجي پير، مسلم او عبيدالله ) هم وژل شوي دي

   وسله والو طالبانو د دواړو ولسوالیو د عملیاتو او وژنو په اړه څه نه دي ویلي.

د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک وايي، چې د میوند ولسوالۍ د پوځ په څلور ورځنو چاڼیزو عملياتو کې ۶۵ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

خپلواک وايي، دا عمليات څلور ورځې وړاندې د يادې ولسوالۍ په ګرمابک سيمه کې د ګډو افغان امنيتي ځواکونو له لوري پيل شوي وو؛ تېره شپه ناوخته پای ته ورسېدل.

د والي ویاند وايي، چې په وژل شويو وسله والو طالبانو کې پنځه تنه طالبانو سيمه یيزو قومندانان (ملا عبدالباري، ملا نيک محمد، حاجي پير، مسلم او عبيدالله ) هم وژل شوي دي.

په ورته وخت کې خپلواک دا هم زیاته کړه، چې ۱۲ تنه نور وسله وال په غورک ولسوالۍ کي تېره ورځ د ملي پولیسو سره په مخامخ جګړه کي وژل شوي وو.

د ده په خبره، په دغو عملیاتو کې عامو وګړو ته زیان نه دی رسېدلې.

وسله والو طالبانو د دواړو ولسوالیو د عملیاتو او وژنو په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کی ده، چې تېره ورځ هم کندهار کې امنیتي مسولینو د ۸ وسله والو د وژلو خبر ورکړی و.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *