افغان حکومت د داعش ډلې د ځپلو لپاره ځانګړې پالیسي جوړه کړې

د امنیتي مسوولینو معلومات ښیي، چې په څه باندې شلو ولایتونو کې وسله وال د افغان ځواکونو پرضد په جګړه بوخت دي، خو افغان حکومت په مشخص ډول یوازې په دریو ولایتونو کې د داعش حضور تائیدوي او پر وړاندې یې د تازه اقداماتو خبر ورکوي.

د ولسمشر د ویاند مرسیتال وایې ، په افغانستان کې د داعش ډلې د ځپلو لپاره د ملي امنیت شورا مشخصه پالیسي تصویب کړې ده.

د کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونه د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ او یو شمېر نورو ولایتونو کې پر دې ډلې سربېره د وسله والو طالبانو پرضد هم د پراخو عملیاتو خبر ورکوي.

امنیتي مسوولین داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې د شنبې په ورځ د ملي امنیت رییس د ولسي جرګې په استجوابیه غونډه کې وویل، چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې به امنیتي وضعیت لاپسې خراب شي.

خو اوس د کورنیو چارو او ملي دفاع وزارت مسوولان وایي، افغان ځواکونه له هر اړخه د امنیتي وضعیت د ساتلو لپاره تیاری لري.

د ملي دفاع وزارت د وسله والو د ځپلو لپاره په ۹ ولایتونو کې له پلان شویو عملیاتو خبر ورکوي او ادعا کوي، چې د هېواد په مختلفو حوزو کې یې وسله والو ته درنده مرګ ژوبله اړولې ده.

افغان حکومت داسې مهال پر امنیتي اوضاع د لاسبرۍ څرګندونې کوي، چې په تېرو دوو اوونیو کې وسله والو پرله پسې دریو ولسوالیو ته سقوط ورکړ او په ولایتونو کې په داعش ډلې سربېره وسله والو طالبانو تر بل هر وخت خپلو فعالیتونو ته زور ورکړی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *