دکویټ پر یوه جومات ځانمرګی بریدګر د “سعودي عربستان” اوسیدونکی و
دکویټ پر یوه جومات ځانمرګی بریدګر د “سعودي عربستان” اوسیدونکی و
کويټ وايي د بريد کوونکي نوم فهد سليمان عبدالمحسن القباع دی
کويت وايي د جمعې ورځې پر جومات بريد کوونکی د سعودي عربستان تبعه و.
د دې هېواد د رسنيو په وينا د کويت د کورنيو چارو وزارت وايي د دغه بريد کوونکي نوم فهد سليمان عبدالمحسن القباع دی او دغه کس له بريد څو ساعته وړاندې کويت ته ننوتلی و.
تېره جمعه پر یوه جومات بريد شوی و چې ۲۷ کسان په کې ووژل شول او تر ۲۰۰ ډېر په کې ټپيان شول.
د کويټ د پارلمان يوه غړي خليل الصالح چې د بريد عيني شاهد دی وويل جومات کې شاوخوا ۲۰۰۰ کسان موجو وو چې درنه چاودنه وشوه.
دی زياته کړه “ځانمرګی ځوان هلک ښکارېده، ما په خپلو سترګو وليد”
د کوېت د کورنيو چارو وزات وايي، پوليسو د بريد په تړاو ګڼ شکمن کسان نيولي دي.
د کويت پوليس وايي هغه کس چې دغه بريد کوونکی يې جومات ته په موټر کې لېږدولی و هم نيولی شوی دی.
دوی وايي دغه کس په غېر قانوني ډول په کويټ کې استوګن و.
د شبنې پر ورځ زرګونو کسانو په دې پېښه کې د وژل شويو په جنازه کې ګډون کړی و.
له اسلامي دولت (داعش) سره تړلې ډلې “نجد ولايت” د دې پېښې پړه پر غاړه اخيستې ده.
د کويت د کورنيو چارو وزارت په وينا له نيولو شويو کسانو يو يې کويت تبعه دی چې له کوره يې د دې ډلې د پټنځای په توګه کار اخيست.
د پوليسو په وينا بل نيول شوی کس ۲۵ کلن ځوان دی چې د کوېت د “بدوي” له قبايلو دی.
د شبنې پر ورځ زرګونو کسانو په دې پېښه کې د وژل شويو په جنازه کې ګډون کړی و.
د بدوي قبېلې غړي د کويټ له خوا په رسميت نه دي پېژندل شوي او د دې هېواد تابعيت نه لري.
د کويت پوليسو د نيول شويو کسانو شمېر نه دې ښودلی خو د دولتي ورځپاڼې “الجريده” په وينا د عملياتو په ترڅ کې اووه شکمن کسان نيول شوي دي.
د کويت سنې ډلو او د منځني ختيځ مشرانو د شيعه ګانو پر جومات بريد غندلی او وايي دا ډول بريدونه د ډله ييزو جنګونو لپاره لار برابروي.
په زرګونو کسانو چې د جنازې په دې مراسمو کې ګډون کړی و د کويت بيراغونه يې لېږدول او ويل يې “سنيان او شيعه ګان سره وروڼه دي”