په فاریاب ولایت کې لاریون شوی

په فارياب ولايت کي د ولايتي شورا پخواني غړي له نيول کيدو وروسته د کوچيانو قومي مخورو د ولايت مقام وداني مخي ته لاس په لاريون پوري کړ

دوي وايي: د دولت آباد، شيرين تگاب، پښتونکوټ، المار، قيصار او غورماچ ولسواليو د لسگونه زره کوچيانو په استازيتوب راغلي او که چيري سيمه ايز حکومت د انگار توخي د نيولو په هکله د منلو ور ځواب رانکړي په لوی لاريون به لاس پوري کړو

انګار توخي چې د ولایتي شورا پخوانۍ او د کوچیانو استازی، دانتصابي سناتورې میرمن بلقیس زوی او د مشرانو جګې پنځه لسم پړاو غړی دی دوه ورځې وړاندې له طالبانو سره د لاس لرلو په تور له خپل کوره د پولیسو له لوري ونیول شو. د فاریاب امنیې قومندانې له لوري په خپرې شوې خبر پاڼه کې ویل شوي: دا کس د یوه ځوان د وژل کیدو، له طالبانو سره همکاری د پولیسو څورونې او د تابعیت جعلي اسنادو په تور د پولیسو د ځانګړو ځواکونو له لوري نیول شوی دی.

د فاریاب ولایت د امینې قومندانی د جنایي جرایمو پر وړاندې د څیړنې مدیر سمونوال سربلند هشام ویلي: نیول شوی کس یو وژونکی او یاغي کس دی او په بیلا بیلو برخو کې په فاریاب ولای کې د خپلې مور له نوم څخه په ګټې ا خستنې چې یوه سناتوره ده د قانون پلي کیدو مخنیوی کړی دی او داځل له دې سربیره چې په وژنې تورن دی بلکې پر ده د اخلاقي تور یعنې زنا   تور لګول شوی دی.

د یوه وژل شوي ځوان ورور هم ویلي: چې ورور یي د انګار له لوري په ځناوري ډول وژل شوی ده له دولت څخه غوښتي ترڅو دده د ورور د وینې بدل واخلي او که چیرې دولت په دې برخه کې پاتې راغلی دی به په خپله لاس په کار شي.

خو د قصار د کوچیانو مخور وایي ښاغلی انګار ددوی قومي مشر او استازی دی او دده نیول یوه سیاسي چلوټه ده دوی ویلي که چیرې د نومه وړي د نیول کیدو لامل روښانه نشي د لوی لاریون په تر سره کولو سره به کابل ته لاړ شي او په هر هغه کار به لاس پورې کړي کوم چې یي له واکه کیږي.

په افغانستان کې په ډيریو برخو کې زور واکان په ډيرې هوساینې سره له قانون څخه ژغورل کیدای شي او حکومت هم په ډې برخه کې پاتې راغلی دی

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *