په كراچۍ ښار كې د ګرمۍ له كبله ۳۵ نورو كسانو خپل ژوند له لاسه
پاكستاني رسنۍ وايي، که څه هم پرون د سند ايالت مركز كراچۍ ښار كې د تودوخې درجه لږ څه ټيټه وه، خو بيا هم په روغتونونو كې د سختې ګرمۍ له كبله بستر شويو لږ تر لږه ۳۵ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړى.
د کراچۍ ښار روغتيايي چارواکي وايي، لا هم په روغتونونو کې سلګونه جل وهلي ناروغان تر درملنې لاندې دي، چې د ځينو روغتيايي حالت په کې مرګونى دى.
له تېرې يکشنبې راهيسې سختې ګرمۍ په کراچۍ ښار او د سند ايالت په نورو برخو کې تر ١١٠٠ زيات كسان مړه كړي او دا لړۍ لا دوام لري.
د پاکستان دولتي چارواکو خبردارى ورکړى، چې په نړيوال چاپېريال کې د بدلون له كبله ښايي په راتلونکي کې د ګرمۍ دا ډول څپې نورې هم راشي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *