کردي مليشو د کوباني ښار څنډي د «اسلامي دولت» څخه نيولي دي. دامطلب د شنبي په ورځ د «فيرات» کردي اژانس ور کړی دي.

ددغه اژانس په قول کردي مليشي وتوانيدلې چې ټول وسله وال کسان چې د ښار بهر ئي په يوروغتون کې سنګر نیولی وو، له منځه يوسي. او په دې ترتيب ښار تر خپلې ولکې لاندې راولي.

«اسلامي دولت» د پنجشنبي په ورځ د ترکيي پولې ته څيرمه دکوباني ښارپر څنډو حمله وکړه. دغه حمله د اوسيدونکو پر ځايونو ددرنو وسلو او هانونو په ډزو پيل شول، چې په ترځ کې ئي په لسګونه تنه ولسې وګړي ووژل شول.

وروسته له هغه چې «اسلامي دولت» دښار د مدافَع کړۍ په ماتولو کې ناکامه شول، دګاونډي ولايتونو څخه ئي تازه قوتونه راټول، او د جمعي په ورځ ئي دوهمه حمله وکړه ، چې ناکامه شوه د ښار ساتونکو دوی ته غاښ ماتونکې ځواب ورکړ.

د دغه جګړې پر مهال ۱۵۰ تنه وژل شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *