لاروف له خپل سوریې سیال سره د خبرو بیا پیلیدو په هکله خبرې کړې دي
لاروف له خپل سوریې سیال سره د خبرو بیا پیلیدو په هکله خبرې کړې دي
لوروف د سورئي د بهرنيو چارو وزير سره د سياسي خبرو دبيا پیل کيدو په اړه خبري کوي
د روسيي د بهرنيو چارو وزير سرګي لوروف د جون په ۲۹ نيټه په مسکو کې د خپل سورئي سیال وليد معلم سره، د دمشق او ددولت دمخالفينو ترمنځ د مخامخ خبرو دبيا پيليدلو، او په سيمه کې دترهګرۍ پر وړاندې دمبارزي په باب خبري کوي.
د روسيي دبهرنيو چارو وزارت وائي: معلم د جون له ۲۸ تر ۳۰ نيټې پورې روسيي ته رسمي سفر کوي. « د دواړو دبهرنيو چارو دوزيرانو خبري اتري چې دجون پر ۲۹ نيټه تر سره کيږي، د سورئي او دهغې دشاوخوا حالاتو وروستي انکشافاتو ته ځانګړی شوې ده». دامطلب دبهرنيو چارو وزارت په اعلاميه کې څرګند شوی دي.
.دروسيي د بهرنيو چارو وزارت په خپله اعلاميه کې وائي چې د «اسلامي دولت » پر ضد دامريکا متحده ايالاتو په مشرۍ د ائيتلاف فعاليتونه بې اغيزې دي.
.«تر يوکال زياتي مودې راهيسي چې د امريکا په مشرۍ د ترهګرۍ ضد ائتلاف جوړ شوی دي، دترهګرو د شنډلو او دفع کولو ټول بار د سورئي داردو او کردي مليشو پر غاړه دي »