داعش په کوباني کې 150 کسان وژلي
داعش په کوباني کې ۱۵۰ کسان وژلي
داعش وسله والو په کوباني ښاار کي ۱۵۰ کسان وژلي دي دي وسله والو چي تيره پنجشنبه پر کوباني ښار بريد کړي په لسگونه کسان يي برمته کري او تر اوسه د کردانو پر وراندي مقاومت کوي
په سوریه کې د بشر پر حقونو د څار سازمان وایي د داعش وسله والو په کوباني ښار کې په پراخه توګه د خلکو پر وژنو لاس پورې کړی او تر اوسه یي ۱۵۰ کسان وژلي دي. دې بنسټ په کوباني ښار کې د داعش له لوری ددې کسانو وژل پّ سوریه کې لویه ټول وژنه ښودلې ده. د رارسیدلو ریپوټونو له مخې د داعش وسله والو د تیرې پنجشنبه په ورځ پر دې ښار برید کړی او دې ښار ته د ننه شوي او پر ملکي کسانو یي ډزې کړې دي. دا وسله وال د کوباني ښآر په څلورو سیمو کې د کردانو له لوري کلابند دي او تر اوسه مقاومت کوي.
کردي چارواکیو ویلي: داعشیانو پنځوس ملکي کسان برمته کړي او له دوی څخه د انساني سپر په توګه کار اخلي. کوباني د جنوری په میاشت کې د داعش له وسله والو پاک شو.