په کویټ، تونس او فرانسه کې د تیرې ورځې بریدونه وغندل شول

ملگرو ملتونو او د نړۍ ډيريو مشرانو په کويت، فرانسه او تونس د تيري ورځې بريدونه غندلي. په دي بريدونو کي په لسگونه کسان وژل شوي او داعش يي پړه پر غاړه اخستې ده

د رارسیدلو ریپوټونو له مخې د کویت په یوه جومات کې د تیرې ورځې په ځانمرګي برید کې اوه ویشت کسان وژل شوی او دوه سوه شل نور ټپیان دي همدارنګه د تونس هیواد پر دوه هوټلونو هم بریدونه شوي چې په لړ کې یي نهه دیرش کسان وژل شوي او شپږ دیرش نور ټپیان دي چې ځینې یي بهرني وګړي دي. ددې بریدونو پړه د داعش وسله والې ډلې پر غاړه اخستې ده او ډير نړیوال غبرګونونه یي را پارولي دي. ملګرو ملتونو، اسلامي او مذهبي مشرانو دا ترهګریز بریدونه ښودلي او غندلي یي دي. د مصر مفتي د یوې وینا پاڼې په خپرولو سره ویلي: هغه زیان چې دې بریدونو ا سلام ته اړولی تر اوسه د اسلام پر وړاندې ساری نلري. الازهر پوهنتون هم په کویټ کې پر لمونځ کونکو برید ترهګریز ښودلی او د تونس بریدونه یي غندلي ویلي یي دي: دا بریدونه د هیځ ډول دین او مذهب په کړۍ کې ځای نلري. الازهر له اسلامي ټولنې او مسلمانانو غوښتي ترڅو له هر ډول واک او ځواک څخه په کار اخستنې سره د ترهرګری پر وړاندې مبارزه وکړي. د ملګرو ملتونو لوی منشي بانکي مون دا بریدونه ځناوري ښودلي او د قانون منګلو ته یي د تورنو کسانو د سپارلو غوښتنه کړې ده،” د ملګرو ملتونو لوی منشی په تونس کویټ او فرانسه کې بریدونه غندلي ددې بریدونو تر سره کونکي باید د قانون منګلو ته وسپارل شي د ملګرو ملتونو لوی منشي په دې آند دی چې ددې ډول بریدونو تر سره کول به د هغه کسانو پر وړاندې دریځونه پیاوړي کړي کوم چې په وژنو او ویجاړیو لاس پورې کوي”

د اسلامي هیوادونو، امریکا او اروپا مشرانو هم دا بریدونه په کلکو ټکو غندلي دي. د آلمان لومړۍ وزیرې انګلا میرکل ویلي: دا بریدونه ددې ښکارندویي کوي چې له ترهګرۍ سره مبارزه له ستونزو سره مخ ده. د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشر د دې تولنې او عربي هیوادونو د یوالي غوښتونه کړې ده ویلي یي دي: دا ډول بریدونه به د ترهګرۍ او له دین څخه د ناوړه ګټه پورته کونکو پر وړاندې د نړیوالو د یوالي لامل شي. د بریتانیا لومړي وزیر ویلي، دا بریدونه د بنسټپالو له لوري تر سره شوي او داسلام له دین سره اړیکې نلر ي. ده ویلي: ” هغه کسان چې دا ډول بریدونه تر سره کوي او خپلو کړنو ته د اسلام رنګ ورکوي خو اسلام د سولې دین دی دوی د خپلې ایدیولوژۍ له مخې په دې ډول بریدونو لاس پورې کوي مونږ باید د بنسټپالی، په اروپا او نورو هیوادونو کې د ځوانانو د مفکورو له مسمومیت سره مبارزه وکړو”

د اسلامی هیوادونو یو شمیر مشرانو په کویت او تونس کې د تیرې ورخې د بریدونو موخه د اسلام بندنامول ښودلې او په نړۍ کې یي د ترهګرو د جرړو په له منځه وړلو ټینګار کړی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *