په کندز کې ۱۹ وسله وال طالبان وژل شوي
امنیتي چارواکي وايي، په دغه جګړه کې بهرني سخت دریځي د طالبانو تر څنګ د افغان ځواکونو پر وړاندې جنګېږي
د کندز ولايت پوليس وايي د هوايي بريدونو په ترڅ کې يې د وسله والو طالبانو سره تړلي ۱۹ اورپکي وژلي دي.
د کندز ولايت د پوليسو وياند سرور حسيني وايي دغه وسله وال تېره شپه د هوايي عملياتو په ترڅ کې د علي اباد په سيمه کې وژل شوي دي.
ښاغلي حسيني وايي په وژل شويو کسانو کې پنځه بهرنيان دي چې يوه په کې ښځينه ده.
ده زياته کړه د عملياتو له کبله پنځه وسله وال ټپيان شوي دي.
تراوسه طالبانو د دې خبر په اړه څه نه دي ويلي.
له بلې خوا، د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي وويل چې د چهار دره ولسوالي يې له طالبانو پاکه کړې او په دې عملياتو کې يې وسله والو طالبانو ته زياته مرګه ژوبله اړولې ده.
د کندز ولايت د پوليس وياند وايي د يادې شوې ولسوالي د منتهی پر سړک وسله والو طالبانو ماينونه کرلي وو، دی وايي اوس يې دغه لاره له ماينونو پاکه او د خلکو پر مخ پرانيستې ده.
په تېرو نژدو وختونو کې چهاردره ولسوالي د وسله والو طالبانو لاس ته لوېدلې وه چې افغان امنيتي ځواکونو ترې بېرته ونيوله.
په دې سربېر طالبانو د دښت ارچي ولسوالي هم تر خپلې ولکې لاندې را وستې وه چې تراوسه يې په اړه معلومات نشته.
امنیتي چارواکي وايي، په دغه جګړه کې بهرني سخت دریځي د طالبانو تر څنګ د افغان ځواکونو پر وړاندې جنګېږي
په کندز ولايت کې په تېرو څو وروځو کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ وژونکې جګړې پېښې شوې دي.