دولتي ځواکونو د وانت وایګل ولسوالي بیرته ونیوله

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم وایي چې دولتي ځواکونو نن مازیګر مهال د وانګ وایګل ولسوالي بیرته نیولې ده.

تر دې مخکې نن سهار سلګونو وسلوالو طالبانو د ډله ییز برید په ترڅ کې دغه ولسوالي نیولې وه.

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم د وویل چې دولتي ځواکونه نن مازیګر په شاوخوا څلورو بجو ولسوالي بیرته نیولې ده.

هغه زیاته کړه، چې ولسوال او نور دولتي ځواکونه د ولسوالۍ ودانې ته رسیدلي او په سیمه کې چاڼیز عملیات پیل شوي دي.

د وانګ وایګل ولسوال رحمت الله پژواک اژانس ته وویل چې پخپله ولسوالۍ رسیدلی او دافغانستان ملي بیرغ یې یو ځل بیا پر ولسوالۍ درولی دی.

نوموړی وایي چې تر اوسه یې د څلورو پولیسو جسدونه موندلي او ۱۷ هغه پولیس چې نادرکه شوي وو، بیرته له دوی سره یو ځای شوي دي.

ولسوال وایي چې د ولسوالۍ په شاوخوا سیمو کې يې د وسلوالو پر ضد عملیات پیل کړي دي.

د دولتي ځواکونو لخوا د ولسوالۍ د بیرته نیول کیدو په اړه تر اوسه وسلوالو طالبانو څه نه دي ویلي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *