د لبنان دروزیانو د ولید جنبلاط پر وړاندې د خپلې پرګنې په ا ستازیتوب کړنلاره ویستله د النصرې او داعش ډلې سره یي هر دول انډول غندلی او محکوم کړی اوله ده څه یي غوښتي ترڅو د لیبیان اوسیدونکو ترمنځ له دروزیانو څخه په رسمي توګه بښنه وغواړي. د ویلو وړ ده چې د لبنان د پرمختګ غوښتنې سوسیالیست دروزي ګوند ریس ولید جنبلاط له هغه کسانو څخه دی چې د ترهګریزې او تکفیري د النصرې ډله یوه مبارزه ډله بولي او په یوه پیام کې یي د سوریې له دروزیانو څخه غوښتي ترڅو له النصرې داعش او نورو تکفیري ډلو سره مرسته وکړي او ددوی له لیکو سره یوځای شي.

ولید جنبلاط دې ته له لارې هوارولو وروسته د خپل زوی تیمور ټاکلو سره چې د ګوند مشر به وي له تمې پرته په یوه پریکړه کې له داعش او النصرې څځه د ملاتړ چې د ډيریو له خوښې پرته تر سره شوی د هغه کسانو له تمې پرته چې له دې ډلو سره د مبارزې پلویان دي د تیمور له لوري د ګوند مشري نیولو پّ تړاو اندیښمند دي.

د مارس ډلې غړي په ځانګړې توګه سعدالحریري چې د المستقبل بهیر ریس، د لبناني ځواکونو د ګوند مشر سمیر جعجع او المستقبل بهیر د ګوند لوی منشي احمد الحریري د محمد بن سلمان د قهر او له ویرې په دې و روستیو کې د داعش النصرې او نورو تکفیري ډلو په ملاتړ را پورته شوي او له دې ډلو سره یي د لبنان حزب الله ډلې د جګړې پآی ته رسیدو غوښتنه کړې ده. داسې ویل کیږي چې په دې هکله به د لبناني ډلو د مشرانو تر منځ اختلافات ډیر ژر ډګر ته را ووځي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *