د کویټ په یوه جومات کې ځانمرګي برید ۲۵ کسان وژل شوي او ۲۰۲ نور ټپیان کړي

دغه برید د جمعې لمانځه مهال د کویت ښار ختیځ د الصوابر په نامه بوختې سیمې کې د امام صادق جومات کې شوی دی.

د کویت د کورنیو چارو وزارت وايي د دغه هېواد پلازمینه کې پر یوه جومات ځانمرګي برید پایله کې لږترلږه ۲۵ کسان وژل شوي دي.

دغه وزارت ویلي برید کې ۲۰۲ کسان ټپیان دي. پر انلاین خپاره شوي انځورونه د جومات پر ویجاړ شوي چت پراته مړي ښيي.

دغه برید د جمعې لمانځه مهال د کویت ښار ختیځ د الصوابر په نامه بوختې سیمې کې د امام صادق جومات کې شوی دی.

له اسلامي دولت ډلې سره تړلې یوې ډلې د برید مسولیت منلی. اسلامي دولت ډلې په وروستیو کې په ګاونډیو هېوادونو سعودي او یمن کې ورته بریدونه کړي دي.

خو دا په کویت کې پر جومات لومړی برید دی.

د کویت د پارلمان یوه غړي خلیل الصالح چې د برید عیني شاهد دی وویل جومات کې شاوخوا ۲۰۰۰ کسان موجود وو چې درنه چاودنه وشوه.

“د ځانمرګي له ظاهره څرګنده وه چې ځوان هلک دی. هغه د سجدې پر مهال جومات ته ننوت او ماته شاوخوا ۲۰ کلن ښکارېده. ما په خپلو سترګو ولید.”

د کویت لومړي وزیر شیخ جابر المبارک الصباح وویل دغه برید د ملي یووالي ګواښولو په موخه شوی. نوموړي زیاته کړه: “خو دا کار اسانه نه دی او موږ له هغوی ډېر پیاوړي یو.”

حکومتي تلویزونونو ښودله چې ښاغلی الصباح د پېښې سیمې ته ورغلی و.

له اسلامي دولت ډلې سره تړلې یوه ډله چې ځانونه د نجد ولایت بولي، هماغه ډله چې په وروستیو اوونیو کې یې په سعودي کې د شیعه ګانو پر جوماتونو د بریدونو مسولیت منلی و، وویل نننی برید دوی کړی دی.

پر انلاین خپرې شوې ویډیوګانې چې په ظاهره د برید له سیمې دي داسې سړي ښيي چې د ځینو کالي پر وینو لړلي او له لوګي ډکې خونې کې ګرځي.

کویت، چې سنیان په کې واکمن دي، شیعه لږه کي هم لري چې د اسلامي دولت ډله یې کافران بولي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *