سرتاج عزیز وایي چې په افغاسنتان کې د طالبانو وروستنی تاوتریخوالی د سولې په وړاندې ستر خنډ رامنځ ته کوي.

پاکستان وایي د سولې پټو هغو خبرو ته یې زمینه برابره کړې وه چې د افغان حکومت او طالبانو د استازو ترمنځ په دې وروستیو کې د چین په ارومچي ښار کې ترسره شوې.

د رپوټونو له مخې د افغانستان د دفاع وزارت ته نوماند محمد معصوم ستانکزي د طالبانو د استازو سره د چین د ارومچي د ښار په دوو ورځنیو خبرو کې د افغان حکومت استازیتوب کاوه چې یو میاشت دمخه شوي دي. افغان چاراکو دغه رپوټ تر اوسه نه دی تائید کړی.

د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز وایي اټکل کیږي چې د سولې او پخلاینې د هڅولو په موخه د دې خبرو بل پړاو به په نژدې راتلونکې کې ترسره شي.

ښاغلي عزیز دا خبرې د دوشنبې په ورځ په داسې حال کې په اسلام آباد کې وکړې چې د افغانستان د ملي شورا پر ودانۍ باندې ډله ییز ځانمرگي بریدونه وشول چې مسؤلیت یې طالبانو پر غاړه واخیست.

سلاکار سرتاج عزیز دا هم وویل چې پاکستان تر خپلې وسې هڅه کوي چې د افغانستان ١۴ کلنه جګړه پای ته ورسیږي. هغه د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د راتلوونکو خبرو د ځای او څرنگوالي په هکله نور معلومات ور نه کړل.

ښاغلي عزیز وویل چې پاکستان هوډ لري چې د گاونډي هیواد افغانستان سره خپلې اړیکې نورې هم ښې کړي. نوموړي زیاته کړه چې د پاکستان حکومت په هغو هڅو باور لري چې د افغانستان د پخلاینې بهیر راژوندۍ کړای شي او هیله یې وښوده چې دا هڅې به په راتلوونکو دریو میاشتو کې پایلې ولري.

ښاغلي عزیز همداشان د استخابارتي معلوماتو د شریکولو هغه تفاهم لیک څخه هم دفاع وکړه چې په دې وروستیو کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ لاس لیک شوی تر څو د دواړو هیوادونو د استخباراتي ادارو ترمنځ د ترهگرۍ ضد چارې پیاوړې شي. هغه په دې ټینگار وکړ چې ددې تفاهم لیک نوښت کابل کړی او پاکستان متقابل عمل کړی دی.

په داسې حال کې چې د افغانستان جمهور رئیس اشرف غني د استخباراتي همکارۍ ددې لیک د لاس لیک کیدو په اړوند دننه په کور کې تر نیوکو لاندې دی او سیاسي مخالفین یې د تړون لغوه کول غواړي، خو ښاغلی عزیز وایي اسلام آباد د کابل د بحثونو په اړه اندیښمن نه دی او د هغه په وینا دا بحثونه په عمده توگه د مخالفینو له لورې کیږي او اسلام آباد به د ښاغلي غني له ادارې سره په سیاسي او پوځي کچه د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړي کولو ته دوام ورکړي.

ښاغلي سرتاج عزیز دا هم وویل چې په افغاسنتان کې د طالبانو وروستنی تاوتریخوالی د سولې په وړاندې ستر خنډ رامنځ ته کوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *