ویکی لیکس (Wikileaks) به د ایران پر ضد د سعودیانو د کمپاین جزیات خپاره کړی

د جون د میاشتی په ۱۹ مه نیټه د ویکی لیکس (Wikileaks) بریښنا سایټ د سعودی عربستان د دیپلوماتانو ۶۱ زره محرم لیکونه خپاره کړی دی. د یاد سایټ بنسټ ایښیدونکی جولیانا اسانجژا په دی هکله وایی چی، په پام کی ده ټول ټال ۵۰۰ زره دا ډول اسناد خپاره کړی.

په نژدی راتلونکی کی ویکی لیکس په پام کی لری، چی د ایران او عراق تر منځ د صدام حسین د دیکتاتوری په دوره کی د اتو کلنی جګړی پر مهال (۱۹۸۰- ۱۹۸۸ ز- ل) د سعودی عربستان د پټ رول په هکله اسناد خپاره کړی.

د ایران د « ایرنا » خبری آژانس سره د مرکی پر مهال پخوانی پاکستانی سیاستوال داسی نظر څرګند کړی، چی سعودی عربستان د منځنی ختیځ او د اسلامی نړی په ډیرو شخړو او کړکیچونو کی منفی رول لوبوی. مرتضی پویا په همدی ډول د ایران او « شپږګونی » تر منخ د اټمی انرژی په هکله د خبرو د بهیر د ځنډولو لپاره د سعودی عربستان د ښوونو هڅو یادونه هم وکړه.

څیړاند په دی هکله وویل، چی په نژدی ورځو کی ویکی لیکس (Wikileaks) ښایی په دی هکله اسناد خپاره کړی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *