د روسیې د زیاتیدونکي پوځي ځواک په اړه د ناټو اندیښنه

آشټن کارټر: مونږ له مسکو سره دښمني نه غواړو، خو مونږ به د خپلو متحدینو نه دفاع وکړو

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر آشټن کارټر چې په برلین کې یې خبرې کولې ژمنه وکړه چې د روسیې د اقداماتو په وړاندې به ودریږي، خو هغه زیاته کړه چې لویدځ به په خپلو اقداماتو کې د سړې جګړې د کړنلارې پر کتاب اتکا ونه کړي.

هغه وویل، “مونږ له مسکو سره دښمني نه غواړو، خو مونږ به د خپلو متحدینو نه دفاع وکړو. مونږ به د روسیې د اقداماتو او د هغه هیواد د هغو هڅو په وړاندې ودریږو چې د شوروي د وخت د نفوذ ساحه بیا رامنځته کوي .”

د روسیې ولسمشر ولاد ېمیر پوتین تیره اونۍ اعلان وکړ چې مسکو به دخپلو آټومي وسلو په جبه خانه کې ۴۰ نور بالیسټیکي توغندي زیات کړي.

د ښاغلي کارټر په وینا د روسیه دا اقدام ددې ثبوت دی چې د مسکو ګواښ زېاتیږي خو څرګنده یې کړه چې ددې په ځواب کې به یوه متوازنه لاره غوره کړي.

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر وویل، “مونږ دیوې داسې لارې په لټه کې یو چې روسیه ونه کولای شي چې یو څوک مجبور کړي چې تیروخت ته ولاړشي. په داسې حال کې چې مونږ روسیې ته ښه راغلاست وایو، هغه دیته هڅوو چې ددې پرځای په راتلونکي وخت باندې فکر و کړي.”

په عین حال کې کارټر وویل چې متحده ایالات به د وسلو، الوتکو او پوځي پرسونل په برابرولو سره د ناټو د نوي چټک غبرګون له ځواک سره مرسته وکړي.

ښاغلي کارټر زیاته کړه چې متحده ایالات به په ختیځه اروپا کې د بندیزونو د خبرو تر څنګ په اوکراین کې د روزنې او پوځي تجهیزاتو برابرولو ته دوام ورکړي.

له روسیې سره د ناټو تر ټولو نږدې غړي په خپلو هیوادونو کې د زیاتو پوځي وسلو او تجهیزاتو پر برابرولو ټینګار کوي.

د اقتصاد د پوهنتون ډیویډ کیډیر وايي چې هغوی د ډله ئیزې دفاع لپاره دغه موضوع بیار راپورته کوي او بې له شکه یوې داسې روسیې ته اشاره کوي چې خپل پوځی تجهیزات نوي کوي.

خو د ناټو سرمنشي جنرال ینز ستولتنبرګ د دوشنبې په ورځ وویل چې د ناټو د ځواب ورکولو وړتیا تر ګواښ لاندې ده، ځکه داسې اټکل کیږي چې د غړېو هیوادونو د دفاع لګښت په ۲۰۱۵ کال کې یو اعشاریه پنځه سلنه راټیټیږي. هغه وویل، “مونږ دیته اړتیالرو چې خپلې هڅې دوه چنده کړو تر څو دغه بهیر بیرته راوګرځوو، خو مونږ په لږو امکاناتو زیات شیان نشو ترسره کولای.”

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *