بارک اوباما په سپینه ماڼۍ کې د روژه ماتي کوربه شو

د امریکا ولسمشر بارک اوباما په سپینې ماڼۍ کې د روژې د میاشتې د لومړۍ اونۍ د لمانځنې په مهال د مذهبي تعبیض خلاف څرگندونې وکړې.

په سپنې ماڼۍ کې د روایتي روژه ماتي په میلمستیا کې ١٥٠ کسانو گډون کړی و چې په هغو کې دیپلوماتان، د کانگرس غړي او امریکاېي مسلمانان شامل وو.

اوباما په منځني ختیځ کې د نارامۍ په وجې د خلکو په لوې کچې د مهاجرت او په برما کې د روهینگیا مسلمانانو په مسله هم اندیښنه څرگنده کړاوباما په منځني ختیځ کې د نارامۍ په وجې د خلکو په لوې کچې د مهاجرت او په برما کې د روهینگیا مسلمانانو په مسله هم اندیښنه څرگنده کړ

ښاغلي اوباما ووېل چې د روژه ماتي دا میلمستیا د هغې آزادۍ یادونه ده چې مونږ ټول د امریکایانو په نوم یوځای کوي. هغه وویل مونږ په دې هیواد کې د خپلو مذهبي مراسمو د ادا کولو بشپړ حق لرو.

ولسمشر اوباما په دغه میلمستیا کې د ځوانو امریکایي مسلمانانو ستاینه هم وکړه. په دغو ځوانانو کې سمانتا الوف هم شامله وه چې یوه دوکان کې ورته د حجاب په وجې کار نه و ورکړل شوی. هغې په یوې محکمې کې د حجاب کولو له خپل حق نه په کامیابۍ سره دفاع وکړه.

اوباما د مذهبي کرکې په اساس پیښې په سختۍ سره وغندلې، چې پکې ېې تیره اونۍ په جنوبي کارولینا کې د یو سپین پوستي لخوا د نهو تورپوستو امریکایانو وژنه هم یاده کړه او ویې ویل چې “مونږ د کرکې په خلاف یو ځاي دریږو.”

د امریکا ولسمشر اوباما د دوشنبې په ورځ د روژه ماتي میلمستیا د نړۍ د ١.٥ ملیارده مسلمانانو ته د درناوي په خاطر په داسي حال کې ورکړه چې د مسلمانانو زیاتره هیوادونو د جگړې، نارامۍ ترهگرۍ او اقتصادي مشکلاتو سره مخ دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *