افغان کډوال باید د نړیوالو له هیره ونه وځي

د ملگرو ملتونو کډوالو ځانگي هغه ميليونونو افغان کډوالو ته د نړيوالي ټولني د پاملرني غوښتنه کړي، کوم چي له کلونو راهيسي په پاکستان کي ژوند کوي. افغانستان د نړۍ په کچه له سوريي وروسته ډير کډوال لري

د ملګرو ملتونو د مالوماتو له مخې، اوس مهال په پاکستان کې یو نیم میلیونه افغان کډوال ژوند کوي. ډيری داکډوال په پنډغالو کې سختې شپې ورځې تیروي. د ملګرو ملتونو د کډوالو ځانګې ریس(آنتونیوګوترس) تیره ورځ په پاکستان کې د افغان کډوالو له پنډغالو د لیدنې پر مهال وویل: نړیوالې ټولنې خپله ډيره پاملرنه سورې، عراق او یمن ته اړولې ده خو افغانان اوس هم له سوریې په نړیواله کچه د ډيرشمیر کډوال شمیرل کیږي. ده ویلي افغان حکومت د د کډوالو بیره راستنیدو لپاره ډيریو مرستو ته اړتیا لري. د ملګرو ملتونو د کډوالو ځانګې ریس زیاته کړې: نړیواله ټولنه باید په دې پوه شي چې د افغان کډوالو په هکله یواځې پاکستان ایران او د ا فغانستان نور ګاونډي هیوادونه مسولیت نلري بلکې دا د ټولو مسولیت دی. په پاکستان کې افغان کډوال پر یوه ښونځي د وسله والو له برید وروسته تر سخت فشار لاندې راوستل شوي دي. د ملګرو ملتونو د مالوماتو له مخې. د هغه افغان کډوالو شمیره چې له دې پیښې وروسته په څلورو میاشتو کې افغانستان ته راګرځیدلي د تیر کال د همدي مودې په پرتله نهه برابره ډیره وه.

دا په داسې حال کې ده چې تیره اونۍ ملګرو ملتونو په یوه ریپوټ کې د هغه کډوالو شمیره چې د جګړې او تاوتریخوالي له ویرې کډوالی ته اړ کیږي شپیته میلیونه کسان ښودلې چې نیمایي یي ماشومان دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *