په پارلمان برید د ۶ بریدګرو په وژل کیدو سره پای ته ورسید

د پارلمان وداني نن له غرمي مخکي څو چاودونه ولړزوله لومړی چاودنه د پارلمان له وره سره هغه مهال رامنځ ته شوه کله چي د ملي دفاع وزارت ته نوماند معصوم ستانکزی د باور رايي د تر لاسه کولو په موخه تالار ته د ننوتلو په حال کي و. له دي وروسته نوري چاودني هم رامنځ ته شوي خو د ولسمشر مرستيال او نوماند وزير ته کوم زيان نه دي رسيدلي

لومري چاودنه هغه مهال رامنخ ته شوه کله چي ملي دفاع وزارت ته نوماند معصوم ساتنکزي د باور رايو د تر لاسه کولو په موخه د پارلمان تالار ته د ننوتلو په حال کي وو له دي وروسته خلور نور چاودني او د يوه راکت غزونه اوريدل شوي د لومري چاودني پر مهال نوماند وزير تالار ته د ننه شوي او د ولسمشر مرستيال له تالاره بهر وو

چاودنه چي موتر بم وه دومره خواکمنه وه چي تر ديره يي ودانۍ لړځولې دي، زمونږ د پارلماني خبریالا په وینا: په دې پیښه کې د پارلمان ډیری کارکونکي ټپیان شوي خو د تلفاتو په هکله مالومات شتون نلري.

د کابل امینه قومندان په دې پیښه کې یواځې د پنځو یا شپږو کسانو د ټپي کیدو پخلی کوي

له دې چاودنو وروسته د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښته هم رامنځ ته شوې او وسله وال په یوه نیمکاره ودانۍ کې ځای پر ځای شوې وو. د پولیسو ځانګړې ځواکونه د پارلمان ودانۍ ته د ننه شوې او له وسله والو سره یي له دوه ساعته نښتې وروسته حالات کابو کړي. برید د شپږو بریدګرو له لوري رامنځ ته شوی وو او وسله والو طالبانو ددې برید پړه منلې ده.

دا پیښه کې چې د ملي دفاع لپاره د نوماند وزیر د ور پیژندلو پر مهال رامنځ ته شوې تر ټولو بده پیښه ګڼل کیږي

کار پوهان په دې آند دې چې دا ډول بریدونه د حکومتي چارواکیو له همکاری پرته شونې نه دي او د ملي یوالي حکومت باید په دې پرخه کې روښانه مالومات ورکړي کار پوهان له وسله والو طالبانو د امنیتي ځواکونو د لیکو پاکول د افغان امنیتي ځواکونو روزنه او پر نورو اړتیا وو ټینګار کوي

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *