بټي كوټ كې د بې پيلوټه الوتكې بريد كې ۷ وسله وال وژل شوي
بټي كوټ كې د بې پيلوټه الوتكې بريد كې ۷ وسله وال وژل شوي
د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې برید کې د یوه قوماندان په ګډون ۷ وسله وال وژل شوي دي.
چارواکي وايي، برید پرون مازیګر پنځه نیمې بجې شوی دی.
د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي مسؤل حضرت حسین مشرقیوال وویل، چې بهرنیو ځواکونو د بټي کوټ ولسوالۍ په باریکاب ډب کلي کې د وسله والو پر یوه موټر برید کړی.
هغه وویل، برید کې د عبدلاحد په نوم د وسله والو د قوماندان او درېیو نورو سرګروپانو په ګډون ۷ وسله وال وژل شوي دي.
د مشرقیوال د معلوماتو له مخې، په دغه برید کې د وسله والو موټر او وسلې هم له منځه تللي او نور چاته یې زیان نه دی اړولی.
بلخوا تر اوسه د دولت وسله والو مخالفینو په دې اړه څه نه دي ويلي.