د یمن جینو په ناسته د حوثیانو نیوکه
د حوثيانو غورځنگ د جينو په ناسته کي ملگري ملتونه د يمن په هکله له عربستانه په ملاتړ تورن کړی دي د حوثيانو سياسي شورا يوه غړي ويلي د يمن لپاره د ملگرو ملتونو استازي د خبرو په پيلولو کي منفي رول درلودلي او کيداي شي د يمن سوله ايزي هڅې له ناکامي سره مخ شي
د حوثیانو غورځنګ سیاسي شورا یوه غړي( محمد البختیی) ویلی: هغه تګلاره چې ملګري ملتونه یي په یمن کې لټوي روښانه او څرګنده نه ده او د یمن لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د پخلاینې په خبرو کې منفي رول لوبولی دی او ډيری د عربستان پلویتوب کوي. د یمن ستونزې د هواری په موخه د جینو ناسته چې د ملګرو ملتونو او د یمن په حالاتو کې ښکیلو هیوادونو او دلو د استازو په ګډون په لاره اچول شوې وه تیره اونۍ بې پایلې پای ته ورسیده. د حوثیانو سیاسي شورا دې غړي ویلي: د غونډې د ماتې اصلي لامل د اوربند لپاره د سیاسي امتیازاتو تر لاسه کولو په موخه هڅې وي
دوی ویلي کیدایي شي په یمن کې د سولې او امنیت د ټینګښت لپاره پلانونه له ناکامی سره مخ شي. ده زیاته کړې یمن د عربستان په مشری د ایتلاف له لوري کلابند دی او د تعجب وړ خبره خو داده چې ملګري ملتونه هم له عربستاان سره یو لاس دي. له دریو میاشتو راهیسې پر یمن د سعودي عربستان په مشری د ایتلاف بریدونه دوام لري او موخه یي واک ته د منصور هادي بیرته راګرځول ده. په دې جګړه کې تر اوسه له دوه زره ډير کسان وژل شوي او شل میلیونه وګړي مرستو ته اړتیا لري.