عیسی خان لغماني ولسي جرګه له محشره وژغورله
عیسی خان لغماني ولسي جرګه له محشره وژغورله
شپږ برید ګر عیسی خان لغماني وژلي دي
په پنځوو دقیقو کې مې شپږ ځانمرګي و وژل
ټا کل شوې وه، چې نن د ولسي جرګې عمومي غونډې ته د ولسمشر دويم مرستیال سروردانش له خوا د ملي دفاع وزارت ته نوماند معصوم ستانکزی وروپیژندل شي، خوکله چې د ولسي جرګې رییس وویل، میلیمانه دې د غونډې تالار ته ور وبلل شي د سترې چاودنې غږ راپورته شو.
“جري جوک ته او جوک مې هدف ته برابروه او ډز چپه يې کړه، په پنځوو دقیقو کې مې شپږ ځانمرګي وغځول”
دا د عیسی خان لغماني جملې وې، چې د پارلمان پر ودانۍ د نننۍ ځانمرګي بريد کوونکو له بريد ځوابولو وروسته له رسنيو سره وکړې.
هغه وايي، چې له یوې زوروې چاودنې وروسته يې د زیات ګردونو له لاسه خپله وسله ورکه کړه؛ وروسته يې برید کوونکو ته د پارلمان لومړي عمومي دروازې په سيميټي موانعو کې کمين ونیوه او د ملي اردو له لوري ورکړل شوي ټوپک په زور يې ۶ واړه ځانمرګي بريدګر يې په خورا اسانۍ سره د مرګ کومې ته ورسول.
د ملي اردو دغه سرباز، د پارلمان د ودانۍ امنيتي ځواکونو له ډلې و.
هغه هرڅه، چې يې کړي په خورا لوړ اواز پرې فخر کوي او وايي، ” زه د وطن خدمتګار یم او والله که د پاکستان یو غلام هم رانه کامیاب شي.”
د ځانمرګو بريدګرو جسدونه په مېدان پراته وو او مخکې له دې، چې خپل لاسي بمونو ته چاودنه ورکړي له منځه تللي دي.
په خواله رسنيو کې ډيری د همدغه سرباز د شجاعت او سرښندنې په اړه تبصرې روانې دي او یو شمېر ځوانان خپله پاڼه کې د ده عکس پورته کړی.
عيسی خان لغمانی هغه څوک دی، چې شاید د ده مېړانه نه وای، نو په پارلمان کې محشر جوړېده.
ده ويلي، چې په پنځوو دقیقو کې ټول ځانمرګي بريدګر يې وژلي او وروسته ډزې د امنيتي ځواکونو له لورې پېل شوې.
ټا کل شوې وه، چې نن به د ولسي جرګې عمومي غونډې ته د ولسمشر دويم مرستیال سروردانش له خوا د ملي دفاع وزارت ته نوماند معصوم ستانکزی وروپیژندل شي، خوکله چې د ولسي جرګې رییس وویل، میلیمانه دې د غونډې تالار ته ور وبلل شي د سترې چاودنې غږ راپورته شو.
د پارلمان په انګړکې یو وسله تون هم د ډزو او چاودنوپه پایله کې اوراخیستی وو او ترډیره د ډزو غږونه اوریدل کیدل.