د ملګرو ملتونو لوی منشي بانکي مون له ډيریو هڅو وروسته به دې بریالی شو تر څو یمني ډلې او ګوندونه، ددې هیواد د ستونزو هواری په موخه د یوه میز شاته سره کښینوي. د جینو په ناسته کې د یمن په کړکیچ کې ټولې ښکیلې خواوې ګډون لري. حوثیان هم دې غونډې ته ور بلل شوي ترڅو د ستونزې اصلي لوري به توګه له دوی سره خبرې وشي. حوثیاان په دې ناسته کې د څلور موخو د تر لاسه کولو په لټه کې دي او پر دې ټینګار کوي.

دوی ویلي چې په یمن کې د اوربند له وړاندیزه ملاتړ کوي. حوثیانو په دې موضع سره وښوده چې په دخپل هیواد کې د جګړې پای ته رسیدو غوښتونکي دي او حوثیانو په یمن کې د ستونزې هواری او د جګړې له امله اړو کسانو ته د مرستو رسولو غوښتنه کوي. دا په داسې حال کې ده چې مخکې له دې هم حوثیانو له یوه ورته وړاندیز سره هوکړه کړې وه خو عربستان او ددې هیواد په مشری ایتلاف دا پلان رد کړی وو.

د جینو په نا سته کې د حوثیانو لومړنۍ موخه د سلوې د غوښتنې په ډاګه کول وه چې د ملګرو ملتونو له لوري د اوربند د وړاندیز په کړۍ کې روښانه شوه.

د جینو په ناسته کې د حوثیانو دوهمه موخه چې په ډاګه شوه دا وه چې د خبرو مقابل لوری یي عربستان نه دی. دوی وویل چې دا ناسته د یمنیانو ترمنځ د خبرو په موخه په لاره اچول شوې او دوی په دې غونډه کې د عربستان په مشری له ایتلاف سره د خبرو په موخه ګډون نه دی کړی.

دوی په جینو کې دا تګلاره په ښه توګه پلې کړه او په خپله رسمي موضع کې یي هم له دې یادونه کړې ده دوی ویلي وو د جینو په نا سته کې له یمني ډلو سره د خبرو لپاره ګډون کړی نه له بهرنیو هیوادونو سره د خبرو او لیدو په موخه.

دریم ټکی چې حوثیانو د جینو په ناسته کې پرې ټینګار کاوه د پخلاینې د خبرو یمنیتوب او یمني پاتې کیدل وو. دوی په دې ناسته کې وویل: د جینو ناسته د یمن یانو ترمنځ د پخلاینې د خبرو دام دی. د هغه خبرو چې له څلورو کلونو راهیسې پیل شوې او د منصور هادي یي تر واکه رسولی او له هغې وروسته یي د خالد البحاح کابینه رامنځ ته کړه. هغه خبرې چې په یمن کې پیل شوې او د منصور هادي د بیغوری له امله له ماتې سره مخ شوې. حوثیانو په دې هکله د دوه موخو په لټه کې دي لومړی دا چې حوثیان هغه کسان نه وو چې ددوی له امله د یمن د ستونزې د هواری په هکله خبرې له ماتې سره مخ او د جګړې د را منځ ته کیدو لامل شوې بلکې منصور هادي اصلي تورن کس دی او حوثیان اوس هم د ځلورو کلونو مخکینیو خبرو په کړۍ کې حرکت کوي.

له دې موضع د حوثیانو دوهمه موخه داده چې باید د یمنیانو ترمنځ خبرې د عرابو په ځانګړې توګه عربي ایتلاف تر اغیزې لاندې رانشي او باید دا خبرې د پخوانی تګلارې له مخې په خپله د یمنیانو له لوري او د یمنیانو ترمنځ دوام وکړي.

څلورمه برخه کې چې حوثیانو غوښتل د جینو په ناسته کې په ډاګه کړي داوه چې دوی غوښتل په دې غونډه کې ځان له عربستان سره د ورته   ځواکمن په توګه ور وپیژني. کله چې د حوثیانو استازو اعلان وکړ چې د جینو نا سته د دوه جبهو ترمنځ ناسته نه ده په عملي توګه یي دا وښوده چې د جبهې یوې خوا د عربستان په مشری ایتلاف له پرمختللو او درنو وسلو سره او جګړې بل لوری   حوثیان دي چې ویي کولای شول له ډيرو نښتو او بمباریو وروسته هم پر خپل ځای پاتې شي او حتی د هوایي بریدونو پر مهال هم یو شمیر سیمې ونیسي حوثیانو خپل مخالفین خبرو کولو ته اړ کړل. کله چې پریمن د عربي ایتلاف هوایي بریدونه پیل شول دا هیوادونه په دې آند وو چې حوثیان به ماته وخوري او د منصور هادي حکومت به بیرته واک ترلاسه کړي. خو له دې سره چې له دې بریدونو میاشتې تیرې شوې او پر دې هیواد په زرګونه بریدونه وشول په یمن کې د حوثیانو شتون هیڅ ډول بدلون ونکړ بلکې حوثیانو ډيری نورې سیمې هم تر لاسه کړې. حوثیانو تیره اوۍ په داسې حال کې له سعودي عربستان سره ګډې پولې ته نږدې یو ښار ونیو چې د جینو ناستې یواځې یوه ورځ پاتې وه.

د عربستان په مشری ایتلاف په دې جګړه کې هیڅ ډول لاسته راوړنه نه درلوده او په عوض کې د حوثیانو پوځي ځای ځآی ګی په ښه توګه تثبیت شو او حتی دوی یی له پوځي اړخه له عربي هیوادونو سره برابر وښودل.

حوثیان او عربي ایتلاف اوس په هغه ځای کې شتون لري چې هیڅ یو یوه بل ته د ماتې ورکول توان نلري او دا برابرښت چې حوثیان له عربي لویو پوځو سره یوشانته بولي د انصارالله ډلی لپاره یوه لویه لاسته راوړنه او بریا ده.

د جینو ناستې د ټولو یمنیانو او د عربي هیوادونو لپاره یو پیام درلود هغه دا وو چې یمن هیڅ یوه ډله په یواځې سره نشي کنترولولی او حوثیانو هم دا مسله منلې ده چې نشي کولای په یوآځې سره د یمن واک تر لاسه او په دې هیواد کې دولت پر مخ بوځي حوثیان په دې پوهیږي چې د دوی د هیود جغرافیایي جوړښت او بهرنیانو مداخله دوی ته ددې اجازه نه ورکوي. نورو یمني ډولو هم دا درک کړې چې دوی حوثیان په بشپړه توګه ل منځه نشي وړلی. همدي لید لورو د یمن ستونزې د هواری لپاره د جینو ناستې ته هیلې ډيرې کړي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *