جب بوش او هیلاري کلتون د امریکا ولسمشری ټاکنو ته دوه پیژندل شوې څيرې ی

هم جب بوش او هم هیلاری کلتون د امریکایانو لپاره پیژندل شوې څيرې دي. جب بوش د جورج بوش کوچونی ورور ورر دی د هغه کس چې دامریکا پخوانی او د فلوریدا ایالت اوسنی مشر دی. جب بوش دده د کورنی له مخې ټول پیژني خو دې پیژندنې دده د ټاکنو لپاره کومه مرسته نه ده کړې او دده پلویان اړ شوی ترڅو په ټاکنیزو کمپاینو کې ددې لپاره چې دی یي له خپلې کورنۍ بیل کس ګڼلی وې یواځې د جب په نامه یادوي. د جورج بوش د جګړو سیوري او ناکامیو ددې د ورور پر اوږو داسې یو دروند پیټی ایښی چې دی اړ دی ترڅو په لومړي ګام کې ځان د بوش له کورنیه بیل وبولي او دا په ډاګه کړي چې له مخکیني بوش څخه بیل دی.

په ځانګړې توګه کله چې د جګړې ډګر پراخ شي بیا نو امریکایان دا نغواړي ترڅو یوه بل بوش ده چې د جګړو د ډيرښت لامل شي نشي زغملی او نه یي هم مني

د بوش پر وړاندې هیلاري کلنتون شتون لري کلنتون غواړي د امریکا لومړنی ښځينه ولسمشره وي دې ددې لپاره ډيرې هڅې کړې دي. دې د خپل کور واله بیل کلینتون له واکمنۍ راهیسې په ډيریو سیاسو برخو او ادارو کې دنده تر سره کړې په دوه زره اتم کال کې هم دې یو ځل هڅه کړې وه او غوښتل یي د امریکا ولسمشره شي خو په ټاکنو کې له دې څخه بار اوباما مخکې شو او د ګوند په د ننه تاکنو کې یي اوباماته بایلوله

د امریکایانو په اند هیلري کلنتون ددې هیواد د مدیریت لپاره بشپړه وړتیا نلري له یوې خوا ددوی کورنی د کورنی د مشر له امله له اخلاقي فساد تور سره مخ ده او له بل لوري امریکایان په ډې آند دي چې هیلاري کلنتون غواړي ددې هیواد واکمني پر کورنیو وتړلي دا موضع په جب بوش پورې هم تړاو لري د بوش او کلنتون کورنی له دریو لسیزو راهیسې د امریکا په سیاست کې مهم رول لوبوي او داسې ښکاري چې نور امریکایان له کورني سیاست څخه ملاتړ نکوي په هر صورت د امریکا دوه زره شپارسم کال لپاره د ټاکنیزو سیالیو هڅې ددې ښکارندویي کوي چې په دې ټاکنو کې که به هم له دوه مخکښو یعنې دموکراتانو او جمهوري غوښتونکو څخه یو به ولسمشری ته رسیږي

که چیرې د ګوندونو خپل منځنۍ ټاکنې همدا دوه کسان مخکښ نومانداان کړي امریکایان به چې تل همدا دوه ټاکنې لري او له ډې سره مخ دي باید د دموکراتانو او جمهوري غوښتونکو ترمنځ یو وټاکي او دا روښانه خبره ده چې دوی به په خپلو تیرو پلونو پل کیږدي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *