غزني کې ۶ سیمه يیز پولیس او ۱۱ وسله وال مخالفین ووژل شول

ځایي چارواکي وايي، د غزني ولایت په قره باغ ولسوالۍ كې د یوه موټربم چاودنې او وسله والې نښتې له كبله یوولس وسله وال مخالفین او شپږ سیمه يیز پولیس وژل شوي.

د غزني د سرپرست والي ویاند شفیق ننګ وویل، چې یوه ځانمرګي بریدګر نن سهار شاوخوا اته نیمي بجې د قره باغ په شاغولي سیمه کې د سیمه يیزو پولیسو پر پوستې د سراچه موټر په واسطه بريد کړی چې په ترڅ کې یې د بریدګر په ګډون شپږ سیمه يیز پولیس وژل شوي او دوه هغه ټپیان شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې دغه راز په یاده سیمه کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو مخالفینو ترمنځ نښته هم رامنځته شوې، چې په ترڅ کې یې د دولت لس وسله وال مخالفین وژل شوي دي.

ننګ زیاته کړه، چې سیمې ته مرستندويه ځواکونه رسېدلي او دمګړۍ وضعه د امنیتی ځواکونو تر کنټرول لاندې ده.

خو د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد کلید ته په را استولي ټلیفوني پیغام کې ادعا کړې، چې وسله والو ملګرو يې د قره باغ ولسوالۍ په شاغولي سیمه کې د سیمه يیزو پولیسو پر پوستې یو تاکتیکي چاودنه او وسله وال برید کړی، چې په پایله کې يې دولس سیمه يیز پولیس وژل شوي او پوسته د دوی لاس ته لوېدلې ده.

د غزني د سرپرست والي ویاند د مجاهد دغه ادعا رد کړه.

د یادونې وړ ده، چې قره باغ د غزني ولایت له نسبتا ناامنه ولسوالیو څخه ده، چې ډېری مهال پکې د ناامنۍ پېښې او وسله والې نښتې رامنځته کېږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *