ظاهر قدیروایي د پاکستان پر مرسته داعش ډله له خپلو کورنیو او حیواناتو سره په شینوارو کې د طالبانو ځای ناستي شوي دي.

د ولسي جرګې لومړی مرستیال ظاهر قدیر وايي، چې پاکستان په افغانستان کې داعش ډلې ته د پراخوالي له پاره اسانتیاوې برابروي.

قدیر وویل، چې د پاکستان حکومت د ننګرهار په شینوارو کې د داعش ډلې د ځای پرځای کولو او طالبانو د پرځولو له پاره خپله ټوله هڅه کوي او په دغه سیمه کې یې د طالبانو پر لیکو د میزایلو بریدونه کړي دي.

نوموړي دغه څرګندونې نن د (جون په ۲۰مه) د جرګې په عمومي غونډه کې وکړې.

ده وویل، چې د پاکستان پر مرسته داعش ډله له خپلو کورنیو او حیواناتو سره په شینوارو کې د طالبانو ځای ناستي شوي دي.

د جرګې د لومړی مرستیال په خبره، اوسمهال داعش ډله په دې لټه کې ده، چې د ننګرهار لالپورې سیمه چې د طالبانو مرکز دی؛ په تکتیک سره تر لاسه کړي.

دی وايي، چې داعش ډله د پاکستان په ملاتړ پلان لري، چې له لالپورې نه وروسته د ننګرهار د کامې او ګوشتې ولسوالیو ته ځان ورسوي، دا د ننګرهار هغه سیمې دي، چې وسله وال طالبان په کې نه شته او په اسانه د داعش لاس ته ورتللی شي.

د ننګرهار د خلکو استازي دا هم زیاته کړه، چې د ګوشتې له نیولو وروسته داعش د کونړ ولایت او نورستان یوه برخه تر خپل کنترول لاندې راولي.

ظاهر قدیر له ولسي جرګې نه پر ولس غږ وکړ، چې د داعش د ځای پر ځای کولو او زمینې برابرولو له پاره په پښتون مېشتو سیمو کې د پاکستان له خوا هڅې روانې دي.

ده همدا راز وویل، چې پاکستان غواړي لومړی په لوی ننګرهار، لوی کندهار او لویې پکتیا کې داعش په پښو ودروي او له دې ځایه د هېواد شمالي ولایتونو ته لاره پیدا کړي.

د ولسي جرګې د لومړي مرستیال په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي چې یوه اونۍ وړاندې د طالبانو له خوا د ننګرهار والي او د ختیځ زون تنظیمه رییس مولوی احمد ګل په اېبټ اباد کې د ناپېژاندو کسانو له لوري د کور مخې ته ووژل شو.

په ختيځ کې د داعش د هڅو پراختيا

له بل لوري د داعش په خراسان ویب پاڼه کې خپاره شوي انځورونه دا ښيي، چې دغه ډله د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې د داعش په نوم ډله د ښوونځیو په زده کوونکو، سپین ږیرو، ځوانانو او په کلیوالو خلکو باندې په حجرو، کلیو، بانډو، جوماتونو او ښوونځیو کې خپلې تبلیغاتي پاڼې وېشي.

په خپرو شویو انځورنو کې له ورایه ښکاري، چې د خلکو په منځ کې مخ لوڅې او مخ پټي داعشي وسله وال، په پوره سکون او زغم سره خپلو لیکو ته د خلکو شعوري جذب په موخه تبلیغاتي پاڼې ویشي.

په دغو انځورونو کې په څرګند ډول داسې ښکاري، چې ولسي وګړي او د ښوونځیو زده کوونکو په زغم او لېواتیا سره دغه پاڼې لولي.

دغه انځورونه په داسې حال کې خپرېږي، چې څو ورځې وړاندې داعش ډلې د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ او کونړ کې دوه تنه ملایانو نه طالبانو ته د جاسوسي په تور سرونه غوڅ کړي وو.

اخوا پنټاګون ویلي وو، چې په افغانستان کې به ډېر ژر د طالبانو او داعش ترمنځ نښتې پیل شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *