ازره له ۵۲ وسله والو طالبانو وژل کیدو وروسته بیرته ارامه شوه
د جګړې په پای کې ۵۲ وسله وال طالبان، ۳ پولیس او ۶ ملکیان وژل شوي دي.
حکومتي چارواکي وايي، چې د وسله والو طالبانو سره د لوګر په ازرې ولسوالۍ کې له څو ورځو پرلپسې نښتې وروسته دغه ولسوالۍ بېرته د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي.
له تېرو څلور ورځو راهیسې د لوګر په ازرې ولسوالۍ سلګونه وسله والو طالبانو پر امنیتي پوستو بریدونه کړي، چې په ترڅ کې یې دواړو لورو ته درنه مرګ ژوبله اووښتې ده.
په لوګر او مېدان وردګو کې ملي اردو څلورمې پلې لوا قوماندان جنرال عبدالرازق ساپي نن لوګر کې خبریالانو ته وویل، دغه بریدونه نن د طالبانو په ماتې پای ته ورسیدل.
د نوموړي په وينا، څو ورځې وړاندې تر ۶۰۰ ډیرو وسله والو پر ازرې ولسوالۍ حمله کړې وه، چې غوښتل یې دغه ولسوالۍ په خپله ولکه کې راولي، خو د افغان ځواکونو له لورې له سختې ماتې سره مخامخ شول.
هغه وايي، د جګړې په پای کې ۵۲ وسله وال طالبان، ۳ پولیس او ۶ ملکیان وژل شوي دي.
همدارنګه د نوموړي په وينا د ۱۳ ملکیانو په ګډون ۳۰ نور وسله وال ټپیان شوي دي.
جنرال عبدالرازق ساپی: څو ورځې وړاندې تر ۶۰۰ ډیرو وسله والو پر ازرې ولسوالۍ حمله کړې وه، چې غوښتل یې دغه ولسوالۍ په خپله ولکه کې راولي.
د لوګر د ولایتې شورا غړو او د ازرې ولسوالۍ اوسیدونکو سلام وطندارته وویل، په دې وسله واله نښته کې د شاوخوا ۳۰ ملکي وګړو کورونه او د ولسوالۍ بازار نړیدلی دی.
بل لورته وسله وال طالبان بیا وایي، چې د ازرې ولسوالۍ زیات سیمي دوی نیولي او په بېلا بېلو بریدونوکې یې امنیتي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د روژې مبارکې میاشتې په لومړۍ ورځ ولسمشر محمد اشرف غني وسله والو طالبانو ته خبرداری ورکړ.
نوموړي په خپل خپره شوې ويډيويي پېغام کې سوله نه خوخښوونکي وسله والو ته وویل، که چېرې دوی د افغان سولې پروسې سره يوځای نه شي، نو د امنيتي ځواکونو قوي غبرګونونو ته دې انتظار باسي.
له هغه وړاندې د ولسمشر اجرايوي رییس ډاکټر عبدالله عبدالله هم په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو قومندان سره د خبرو پر مهال ویلي وو، چې له دې وروسته به د وسله والو طالبانو مشران د افغان ځواکونو له لوري په نښه کيږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *