هلمند کې ۱۱ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د هلمند ولايت په مارجې ولسوالۍ کې د ملي اردو په مشرۍ په ترسره شويو عملياتو كې۱۱ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د هلمند له د ۲۱۵ميوند قول اردو له مطبوعاتي دفتره نن كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼې كې راغلي، چې دغه عمليات د ملي اردو، ملي پوليسو او ملي امنيت سرتېرو لخوا د دي ولایت د مارجې ولسوالۍ په تریخ ناور سيمه کې ترسره شوي دي.

خبرپاڼې زياته كړې، چې په دغو عملياتو كې ۳ وسله وال طالبان وژل شوي او ۸ نور ټپیان شويي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې د دغو عملیاتو پرمهال د سیمې اوسېدونکو او امنيتي سرتېرو ته کوم زیان نه دى اوښتى.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *