د وروستیو خوځښتونو په کله د ناټوـ امریکا او روسیې ترمنځ ناندریو زور اخستی

ناتو د روسيي له لوري د اټومي وسلي پر ودي نيوکه کړې، د مسکو دا گام يي گواښونکي او د نه منلو وړ ښودلی دی. ولاديمير پوتين تيره ورځ اعلان وکړ، چي د بالستيک ډوله لري واټن ويشتونکيو توغنديو چي د اټومي وسلي د ليږد ورتيا لري شميره لوروي

د بالستیک ډوله توغندیو د شمیرې لوړول د روسې پوځ د مدرنه کیدو یو برخه ده. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تیره ورځ وویل: دوی په روان کال کې به تر څلویښتو د بالستیک ډوله توغندیو شمیره لوړه کړي. دا هغه توغندي دي چې د پوتین په وینا، دا ډیر پرمختللي توغندي دي او د توغندیو ضد توغندي یي نشي شنډولی.

پوتین په ډې هکله تیره ورځ په داسې حال کې خبر ورکړی، چې دې هیواد په ختیځه اروپا کې د روسیې له پولې سره نږدي په پرمختللو وسلو سنبال د امریکایي ځواکونو ځای پر ځای کول غندلي دي. د روسیې ولسمشر په دې هکله اندښنه ښودلې او خبرداری یي ورکړی هرڅوک چې مونږ وګواښي د خپلو وسلو ته به ددوی په لور سمون ورکړو.

” که څوک مونږ ته ګواښ رامنځ ته کړي خپلو وسلو ته به ددوی په لور سمون ورکړو، په ټول واک او ځواک سره به ددوی پر وړاندې ودریږو. مونږ د ناټو د دفاعي سیستم په هکله ډير اندیښمن یو دا یوه جدي او ستراتیژیکه موضع ده”

بله خوا ناتو د روسیې د توغندیو د شمیرې پر لوړوالي اندیښنه څرګندوي او د روسیې دا ګام له ګواښه ډک بولي:

” د روسیې له لوري د توغندیو د شمیرې لوړول نه منونکي، ګواښونکي او د بې ثباتی رامنځ ته کونکي دي. دا زمونږ تر څار لاندې مسله ده نو له دې مخې مونږ خپل ځواکونه پیاوړي او دوی پر پرمختللو وسلو سنبالوو او ناټو د خپلو ټولو غړیو د امنیت خوندي ساتلو ته ژمنه ده.”

” هیڅوک شاتګ ته خوښ نه دي او د سړې جګړې بیرته راګرځیدل نه مني. ښه به داوي چې یوه بل ته د متقابل درنښت له مخې له یوه بل سره خبرو ته کښیني”

له روسیې سره د امریکا او ناټو اړیکې، په اوکراین کې د ستونزو د ډیرښټ او له روسیې سره د اوکراین د ټاپو نښلولو وروسته ډيرې ترینګلې شوې دي. پوتین د اوکراین ستونزې ته ته په نغوتې سره ویلي مسکو د مینسک هوکړې ته ژمن دی او امریکا یي تورنه کړه چې ددې هوکړې پلې کولو په تړاو کې د اوکراین پر دولت فشار راوستلی دی

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *